تاند- د بریتانیا د هواپېژندنې ملي اداره د نژدې دوه ملیارد ډالرو په لګښت او د مایکروسافټ کمپنۍ په همکارۍ یو ستر او خورا دقیق کمپیوټر جوړوي.
له دې ستر یا سوپر کمپیوټر څخه به د هوا یا اقلیمي بدلون د اټکل او د مځکې د تودېدو د اغېزو د معلومولو لپاره کار اخیستل کېږي.
اټکل کېږي چې د دغه ستر کمپیوټر پر جوړولو به ټولټال یو ملیارد او ۷۰۰ ملیون ډالره ولګول شي.
د دغه کمپیوټر د جوړولو د لګښت لویه برخه به د بریتانیا حکومت ورکړي او مایکروسافټ به د لسو کلونو په ترڅ کې په تدریجي ډول هغه اپ ګرېډ کړي. خو تمه ده چې د راتلونکي ۲۰۲۲ کال تر جولای پورې له دې کمپیوټره کار اخیستل پیل شي.
دا په تېرو ۱۶۷ کلونو کې، چې په بریتانیا کې د هوا پېژندنې ملي اداره جوړه شوې ده، د دې ادارې له لوري تر ټولو لویه پانګونه ده.
ساینسپوهان هیله لري چې دا ستر کمپیوټر به د نامناسبې هوا او د مځکې د تودېدو د خطرناکو عواقبو په اړه دقیقه وړاندوینه وکړي.
دا کمپیوټر به، چې د نړۍ یو له ۲۵ تر ټولو سترو او غوره کمپیوټرونو څخه وي، د بریتانیا په جنوب کې ځای پر ځای وي.