جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهسکاټ میلر: د خپلو اډو په خالي کولو مو پیل کړی

سکاټ میلر: د خپلو اډو په خالي کولو مو پیل کړی

تاند(یکشنبه، د ثور ۵) په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر وایي چې دوی په افغانستان کې د خپلو اډو خالي کول پیل کړي دي او خالي کېدونکي اډې به افغان ځواکونو ته وسپاري.

میلر زیاته کړې چې که چېرته افغانستان سولې ته هم ورسېږي، دوی ته امر شوی دی چې دغه هېواد پرېږدي او ووځي.

نوموړي دغه راز ویلي چې طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري او د دغې ډلې له لوري یې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې پروسه اغېزمنوي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د تاوتریخوالي دوام ټوله سیمه له ګواښ سره مخ کړي.

د هغه په خبره، چې که له افغانستانه د وتلو پر مهال پر دوی برید وشي، له ځانه به دفاع وکړي او ورته کړنه به ترسره کړي.

په ورته وخت کې د امریکا یوه پخواني لوړپوړي ديپلومات له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په تړاو د جوبایډن پرېکړه ستایلې ده.

د امریکا پخواني جمهوريپال د بهرنیو چارو وزیر جیمز بیکر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه یو زړه ور اقدام و.

د هغه په خبره افغانستان د ټولو بهرنیو سرتېرو لپاره یو خطرناک هېواد دی او څومره ژر چې له دغه هېواد امریکايي عسکر وځي د امریکا په ګټه دي.

بیکر وایي دغه هېواد په وچه کې حصار دی، پېچلې لارې او درې لري او هوښیاران له دغه هېواد سره کار نه لري.

نوموړي د سرتېرو د ایستلو په اړه د بايډن پرېکړه ستایلې او هغه یې له زړه ورتیا ډک اقدام بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب