جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهکابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ صادق خان د افغانستان د بهرنیو...

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ صادق خان د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره وکتل

تاند (یکشنبه د ثور ۵) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا د سولې، امنیت او نورو اړوند مسایلو پر سر له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن یکشنبه/د ثور ۵/ پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه پاکستانی پلاوی نن کابل ته راغلی دی او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره یې په لیدنه کې د سولې د بهیر او دوه اړخیزو اړیکو په هکله رغوونکې خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم تیره ورځ کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ خبر ورکړی و او ویلی یې و چې له دغه پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په حل او تخنیکي مسایلو بحثونه کېږي.

ټاکل شوې وه چې څو ورځې مخکې د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته په درې ورځني سفر راشي، خو د کابل په هوايي ډګر کې د امنیتي ستونزو له امله د یاد پاکستاني پلاوي الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.

افغان چارواکو ویلي ځکه یې په کابل هوايي ډګر کې د یاد پاکستاني پلاوي الوتکې ته ښکته کېدو ته اجازه ورنه کړه چې په ډګر کې پخواني چاودېدونکي توکي موندل شوي و او دوی هڅه کوله چې شنډ یې کړي.

صادق خان په داسې مهال له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی چې ولسمشر غني څو ورځې مخکې پاکستان ته په خطاب کې ویلي و چې د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب دې وکړي.

د ښاغلي غني په خبره، که افغانستان نا ارامه وي پاکستان به هم نا ارامه وي او په وینا یې که پاکستان د افغانستان هوساینه او سوکالي غواړي دغه هېواد به هم هوسا او سوکاله وي.

بله خوا کابل ته د پاکستاني پلاوي له سفر څخه څو ورځې مخکې طالبانو د استانبول ناسته کې چې ټاکل شوې وه د اپریل په ۲۴مه د ترکیې په کوربتوب جوړه شي، له ګډون انکار وکړ.

په پام کې وه چې په دې ناسته کې د افغان سولې په تړاو خبرې شوې وی، خو طالبانو وویل، تر هغو چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، دوی د سولې خبرې نه کوي.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱ مې به له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب