Homeخبرونهطالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په هکله د کورنیو چارو وزارت راپور...

طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په هکله د کورنیو چارو وزارت راپور بې اساسه وباله

تاند (یکشنبه د ثور ۵) طالبانو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په هکله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت راپور بې اساسه وباله.

د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه/ د ثور ۵/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو د روان کال د حمل میاشتې له ۲۵مې نیټې څخه د ثور میاشتې تر ۵مې نیټې پورې، د لسو ورځو په جریان کې د ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو پایله کې ۶۳ ملکیان وژلي او ۱۸۰ نور یې ټپيان کړي دي.

خو د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د کورنیو چارو وزارت دا راپور بې اساسه بللی او د ملکي تلفاتو پړه پر افغان حکومت اچولې ده.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د دوی له خوا په ملکي خلکو کوم برید نه دی شوی.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو په خپلو وروستیو تحرکاتو کې ۶۳ ملکي وګړي وژلي او ۱۸۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، چې په یاده موده کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې بیا د یو شمېر طالب قومندانانو په ګډون ګڼ شمېر وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

بله خوا یوناما په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۱ز کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي  او تر ۱۲۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې سږ کال د تېر کال همدې مودې په پرتله د مرګ ژوبلې کچه ۲۹ سلنه ډېروالی ښیي.

د یوناما په راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې د ۶۱ سلنې مسؤلیت په طالبانو او نورو دولت ضد وسله والو ډلو اچول شوی او د ۲۷ سلنې مرګ ژوبلې مسؤل یې بیا افغان دولت بلل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...