شنبه, مې 18, 2024
Homeروغتیاایا په روژه کې ورزش کول ګټه لري؟

ایا په روژه کې ورزش کول ګټه لري؟

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱ ) ځېنې خلک هڅه کوي د روژې مبارکه میاشت کې هم خپل ورزش ته ادامه ورکړي خو ایا دا ورزش باید کوم وخت کې ترسره شي؟

د ورزش برخې یو تن پوه او خاص لارښوود چې په دوبۍ کې اوسي او د دې برخې خاص مهارت لري وایي روژه کې باید ورزش ډېر په احتیاط سره وشي.

د ورزش دا تکړه تجربه کار ډیوندر بینس وایي، له هر څه وړاندې مهمه ده چې معلومه کړئ ورزش باید په کوم وخت کې وکړئ.

نوموړی زیاتوي دا وخت باید داسې وټاکل شي چې تاسو پوه شئ خوراک مو ډېر نه دی کړی او تاسو ورسره راحته ورزش کولای شئ.

ډیوندر وایي، د ورزش تر ټولو ښه وخت له ماښامي وروسته وخت دی، خو په دې شرط چې خوراک مو ډېر نه وي کړی.

هغه زیاتوي، ماښامی په لږ خوراک سره وکړئ، بیا ورزش وکړئ او له هغې وروسته ډوډۍ وخورئ.

ډیوندر دغه راز زیاتوي چې که چېرته سهار وختي پورته کېدلی شئ چې دویم غوره وخت یې له پیشلمي څخه دمخه وخت دی د ورزش لپاره مناسب وخت دی.

د هغه په باور، که چېرته تاسې په تشه ګېډه د ورزش کولو عادت لرئ نو له ماښامي یې دمخه هم کولی شئ؛ خو دا وخت مو بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي چې ښایي له ګټې یې تاوان ډېر درته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب