شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهجورج بوش وايي، د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغان ښځو...

جورج بوش وايي، د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغان ښځو په اړه اندېښنه لري

تاند(چهارشنبه، د ثور۱) د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پر پرېکړه اندېښنه ښيي.

جورج بوش تېره شپه له این بي سي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، اندېښنه یې له دې درکه ده چې که امریکايي پوځیان ووځي، او «بې رحمه» طالبان بیا واک ته ورسېږي په اوږده موده کې به افغان ښځې او نجونې زیان وکړي.

د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په دوره کې په نیویارک او واشنګټن کې د سپټمبر د یوولسمې تروریستي حملې وشوې چې ورپسې د ده په امر امریکايي پوځیانو د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په اوومه په افغانستان کې د طالبانو رژیم وپرزاوه او تراوسه دا پوځیان په افغانستان کې دي.

ولسمشر جو بایډن د نیویارک او واشنګټن د تروریستي حملو له شلمې کالیزې سره په یو وخت له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

بوش له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړې ته په اشارې وویل«زما لومړنی غبرګون دا و چې طالبان به ښځو او نجونو ته لوی سرخوږی پېښ کړي. دوی (ښځو) ډېر پرمختګ کړی او زه په افغانستان کې د ښځو د مصیبتونو په اړه ډېر اندېښمن یم.»

ده زیاته کړه «د امریکا حکومت هیله لري چې د خبرو له لارې به طالبان وهڅوي چې د ښځو بریاوې له منځه یو نه سي خو زه طالبان پېژنم. ټول یې پېژني. کله چې دوی واک په لاس کې درلود، ډېر بې رحمه ول.»

د امریکا ګڼو پخوانيو او اوسنيو پوځي چارواکو، رسنیو او د کانګریس غړیو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له ایستلو سره مخالفت کړی دی خو ځینې یې تاییدوي.

د هغو کسانو په منځ کې چې د ځواکونو د ایستلو په اړه یې د ولسمشر بایډن پرېکړه په ځای بللې، یو هم د امریکا د بهرنیو چارو مخکینی وزیر مایک پامپیو دی. ده تېره اوونۍ وویل چې دا ښه پرېکړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب