جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماکټرينه کېف کورونا ته څنګه ماتې ورکړه؟

کټرينه کېف کورونا ته څنګه ماتې ورکړه؟

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱)  د بالیووډ فلمونو پیاوړې ښځېنه لوبغاړې کټرینه کېف له کورونا ناروغي څخه بېرته رغېدلې او وایي په بریالیتوب یې کورونا ته ماتې ورکړه.

هغه وایي، د کورونا د ناروغي پر مهال یې خورا سخت دردونه تېر کړل؛ خو د خپل همت او پیاوړې مبارزې له کبله یې دا ناروغي ماته کړې ده.

کټرینه کېف چې د فلمونو لپاره یې ښه اندام یو خاصه ځانګړنه ده او د دې لپاره ډېر ورزش کوي وایي ورزش کول یې د مبارزې یوه خاصه برخه وه.

د کورونا تر رغېدو وروسته کټرېنې په خپل انسټاګرام یو تازه عکس خپور کړی او د خپل صحت ډاډ یې څرګند کړی دی.

کټرينه کېف دغه راز په انسټاګرام کې له تازه خپور کړي عکس سره ليکلي چې د هغې د کورونا ويروس ټېسټ منفي راغلى دى.

کېف له یوه هندي ټلویزیون سره په مرکه کې وایي چې ډېره خوشاله ده چې له دې وژوونکی ناروغۍ رغېدلې ده.

نوموړې د هغه ټولو خلکو او ډاکټرانو څخه هم مننه کړې ده، چې د کورونا په حالت کې يې د هغې پام کړى او همدا راز د روغتيا لپاره يې ورته پېغامونه ورلېږلي و.

نوموړې همدا راز ويلي دي چې د خلکو د مينې په ليدلو مې ډېر ښه احساس کاوه او همدا علت وو چې مبارزه مې پیاوړې کړه.

د هغې دا عکس ډېرى خلکو خوښ کړى او په کمنټونو کې يې ورته د روغتيا مبارکي ورکړې ده.

کټرينه کېف د روانې مياشتې په پيل کې کورونا ناروغي باندې اخته شوې وه او په دې اړه یې په ټولنيزو رسنيو کې خپلو مينه والو ته خبر ورکړى و.

کټرینه کېف چې لا هم مجرده ده، د واده کولو د فیصلې په اړه یې لا هم خپلو مینووالو ته څه نه دي ویلي چې کله او چاسره به واده کوي.

کېف چې د سلمان خان یوه نږدې ملګرې بلل کیږي او یو وخت داسې ویل کېده چې دواړه پر یو بل سخت مئینان هم دي؛ مګر لا هم دواړه بې واده ګرځي.

له سلمان خان څخه په یوه تفریحي خپرونه کې چې کټرینه هم ورسره مل وه وپوښتل شوه چې ایا تر اوسه یې د کومو ښځینه اداکارانو کوم عکس زوم کړی وویل چې پرته له کټرېنې د بل چا عکس یې لا نه دی زوم کړی.

هغه دا هم وویل چې د کېف هر عکس چې مخ ته ورشي نو ښه یې زوم او بیا یې ګوري.

د سلمان خان عمر له ۵۰ کلونو هم اوښتی او کټرینه هم ترې کمه نه ده؛ خو د واده کولو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب