شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ترکيې د کنفرانس بیاځلي ځنډ، دا ځل له روژې وروسته ترسره...

د ترکيې د کنفرانس بیاځلي ځنډ، دا ځل له روژې وروسته ترسره کېږي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱) د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس د ځینو ستونزو له امله وځنډول شوه.

هغه دا نه دي ویلي چې دغه کنفرانس کې طالبانو هم ګډون منلی که نه، خو په ټينګار سره وایي چې دا کنفرانس به  تر روژې وروسته د ښکېلو اړخونو په ګډون ترسره شي.

که څه هم یاد وزارت د ترکيې کنفرانس د ځنډېدو لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو الجزيرې او رويټرز په خپلو راپورونو کې ويلي چې یاد کنفرانس د طالبانو د نه ګډون له امله تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلی دی.

ټاکل شوې وه، چې د ترکیې کنفرانس د اپرېل په لسمه ترسره شي، خو وروسته بیا دا نېټه د همدې میاشتې۲۴ مې ته وځنډول شوه، خو طالبانو ویلي، تر هغې چې بهرني ځواکونه په پوره ډول له افغانستان څخه ونه ووځي په هېڅ راز ناسته کې ګډون نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب