جمعه, مې 17, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۳) |لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۳) |لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت د راتلونکې لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

دریمه برخه:

د ځنګل د قانون ماتیدل

یو بل ښه خبر دا دی چې جنګونه هم د ختمیدا په حال کې دي. د تاریخ په اوږدو کې انسانانو تصور کاوه چې د جنګ مخه نه شي نیول کیداي د جنګ په پرتله سوله ماتېدونکې او لنډ مهاله وه. نړیوالې اړیکې د ځنګل په قانون ټینګېدلې د دغه قانونه له مخې که څه هم دوه هیوادونه له یو بل سره په سوله کې ګاونډیتوب لري خو هره شېبه د جنګ د پيلیدا امکان موجود ؤ. له دې سره سره چې په ۱۹۱۳ کال کې د فرانسې او جرمني ترمنځ سوله واکمنه وه  خوهرڅوک پوهیدل چې ممکن دغه دوه هیوادونه په ۱۹۱۴ کال کې د یو بل لپاره ګواښ وي. کله چې به سیاستوالو، جنرالانو، سوداګرو او عامو خلکو د راتلونکې لپاره کوم پلان جوړاوه تل به په نیژدې راتلونکې کې د جنګ د پیلیدا فکر ورسره ؤ. د ډبرو له زمانې راهیسې د بخار د ماشین تر اختراع پورې، او له شمالي قطبه  د افریقا تر صحارا پورې په نړۍ کې ټول پوهېدل چې هر وخت ممکنه ده ګاونډی هیواد ېې ځمکې لاندې کړي، له پوځیانو سره ونښلي، خلک ووژني او هیواد ترې ونیسي. د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمايي کې د ځنګل قانون لغو نه، خو مات شو. په ډېرو برخو کې تر پخوا جنګ جګړې کمې شوې. په پخوانۍ کرهنیزې ټولنې کې د جګړو له امله د مرګ ژوبلې شمېر د ټولو مرګونو کابو پنځلس سلنه ؤ، خو په نولسمه پیړۍ کې په تاوتریخوالي کې د مرګ ژوبلې اندازه د ټولو مرګونو یوازې پنځه سلنې ته ورسېده. دغه شمېره اوس زموږ په زمانه کې د نړۍ د ټولو مرګونو یوازې یوه سلنه جوړوي.۲۳

 په ۲۰۱۲ کال کې د ټولې نړۍ ۵۶ میلیونه انسانان مړه شوي دي. یانې ۶۲۰۰۰۰ کسان د انساني خشونت په نتیجه کې مړه شوي دي « ۱۲۰۰۰۰ په جنګونو کې وژل شوي دي، او پنځه لکه د جنايي جرمونو اوپیښو له لامله مړه شوی دي» خو په مقابل کې ېې ۸۰۰۰۰۰ کسانو ځانونه وژلي دي او یو نیم میلیون له ډیابیټس یا شکرې ناروغۍ مړه شوي دي. ۲۴

 نن سبا بوره یا شکره تر بارودو خطرناکه ده. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ډیری کسان نن سبا د جنګ تصور هم نه شي کولی.« دا خبره ښايي په افغانستان کې د ملنډو ښکاره شي خو په لودیځ کې خبره سل په سلو کې سمه ده  ډیری کسان حیران پاتې وي چې ولې خلک یو بل وژني او دا جنګ جګړې د څه لپاره کیږي. ما په ځلونو له نارویژیانو اوریدلي چې دغه خلک ولې په خبره سره نه پوهېږي: ژباړن». د بشریت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره حکومتونه، نړیوالې ادارې، او عام خلک په نیژدې راتلونکې کې د جنګ پر احتمال فکر نه کوي.

 اټومي وسلو د لویو قدرتونو تر منځ جنګ د لیونتوب تر حده په یوې  ډله ییزې وژنې بدل کړی دی. ځکه خو نړیوالې ټولنې لوي قدرتونه دې ته مجبوره کړي دي چې د ستونزو د اواري لپاره نورې او سوله ییزې  لارې ولټوي. له بلې خوا نړیوال اقتصاد نن سبا د وسایلو او توکو نه دی بلکه په علم، پوهې او ټینکالوجۍ ولاړ اقتصاد دی. پخوا به د سپينو او سرو زرو کانونه ، د تېلو  څاګانې او د غنمو کروندې د قدرت او شتمنۍ بیلګې وې. د تیلو څاګانې ممکن د هیوادونو په نیولو سره غضب او لوټ شي خو علم، او پوهه څوک نه شي لوټلی. ځکه خو علم او ټیکنالوجي زموږ د وخت مهمې اقتصادي سرچینې دي. نن سبا څوک له جنګه د ګټې اخیستلو فکر نه کوي او نه څوک ترې ګټه اخیستلی شي له همدې امله د نړۍ په ځینو محدودو سیمو کې جنګ جګړې روانې دي. د مثال په توګه په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې تاوتریخوالی ګورو په دغو سیمو کې لا هم اقتصاد په زوړ او پخواني سیسټم چلیږي هلته لا هم اقتصاد ماتریالیسټي دی او لا هم کانونه، تیل اونورې زیرمې مهمې دي.

په ۱۹۸۱ کال کې  چې رواندا  د ګاونډي هیواد کانګو د کولټان منرال کانونه ونیول او وېې لوټل له اقتصادي پلوه رواندا ته مهم ؤ ځکه چې په هغه وخت کې د کولټان منرال لپاره تقاضا زیاته وه. دغه منرال د موبایلونو او کمپیوټرو په صنعت کې کارول کیده او کانګو د نړۍ اتیا په سلو کې د کولټان زیرمې درلودې. رواندا په دې لوټمار کې د کال کابو ۲۴۰ میلیون ډالره ګټه کوله او دا د یوه بې وزله هیواد لپاره ډیرې پیسې وې. ۲۵

 خو دا به ډیره بې ځایه او بې معني وي  که چین وغواړي د امریکا  په کلیفورنیا کې سلیکان ویلي سیمه ونیسي. ځکه هلته د وریښمو کومه زیرمه نه شته چې دوي ېې ولوټي. خو د دې په ځاي چیناییانو په دې سیمې کې د اپل، او مایکروسافټ په نامه د ټینکالوجۍ له لویو شرکتونو سره د همکارۍ له لارې په میلیاډونو ډالر وګټل. چینایانو له دغو شرکتونو کمپیوټري پروګرامونه واخیستل او د هغوي لپاره ېې  تولیدات وکړل. چین په سوله ییز تجارت سره د ورځې دومره پيسې ګټې چې رواندا به په یوه کال کې د کانګو هیواد د کولټان د زیرمو له لوټلو ترلاسه کولې.  نتیجه دا شوه چې د « سولې» کلمې نوې معني پيدا کړې پخوانیو نسلونو ته سوله د لنډ وخت لپاره د جنګ نه شتون ؤ نن سبا  سولې ته د ناممکن جنګ په سترګه ګورو. کله چې به خلکو په ۱۹۱۳ کال کې د جرمني او فرانسې د سولې خبره کوله مطلب به ېې دا ؤ چې « دغه شیبه د فرانسې او جرمني ترمنځ جنګ نه شته خو هیڅوک ډاډه نه ؤ چې بل کال به څه کیږي». خو نن سبا چې وایو فرانسه او جرمني  په سوله کې دې مانا ېې دا ده چې اټکل کولی شو دغه هیوادونه په دایمي سوله کې دي. دغسې سوله نن سبا یوازې د جرمني او فرانسې تر منځ واکمنه نه ده بلکه ټول نه، خو ډیری هیوادونه سوله ییز ګډ ګاونډیتوب لري. اوس د نړۍ په نقشو کې دا خبره نه وي ثبت شوي چې یو کال وروسته ممکن جرمني له پولنډ او یا اندونیزیا له فلیپین او برازیل له یوروګواي سره یوځاي شي. دغه اوسنۍ سوله خوب او خیال هم نه دی د قدرت تږي حکومتونه او حریص نړیوال شرکتونه په سولې خوشاله وي. کله چې د مرسدس بنز کمپني د شرقي اروپا لپاره د خرڅلاو پلان جوړوي دغه ریسک نه مني چې جرمني دې د پولند د نیولو فکر وکړي. کله چې یوه کمپنۍ له فلیپین څخه د ارزانه کارګرو د راغوښتلو فکر لري دغه خطره نه شي زغملی چې کال وروسته دې اندونیزیا پر فلپین برید وکړي. کله چې د برازیل حکومت د نوي کال پر بودجې بحث کوي نو دفاع وزیر ېې په میز په سوک وهلو سره چیغې نه وهي چې: « صبر وکړئ که چیرې موږ پر یوروګواي د برید تابیا وکړو؟ هیچا په دې فکر نه دی کړی؟ موږ باید پنځه میلیارډ ډالره د وسلو او مهماتو لپاره بیل کړو. البته شته داسې هیوادونه چې لا هم دفاع وزیران ېې دغسې غوښتنې لري او په ډېرو سیمو کې لا هم دایمي سولې ریښې نه دي غځولي. زه په دې خبرو ښه پوهیږم ځکه چې په خپله په دغسې یوه سیمه کې ژوند کوم خو دغه سیمې او هیوادونه استثنا دي.

طبعیي خبره ده چې د دایمي سولې لپاره کوم تضمین نه شته. لکه څرنګه چې اتومي وسلو د دې امکان برابر کړ چې سوله په نوې بڼه تجربه کړو همدغسې ممکنه ده راتلونکې تینکالوجي د جنګ د نویو ډولونو لپاره زمینه برابره کړي. د مثال په توګه سیبري یا انټرنټي جنګونه ممکنه نړۍ بې ثباته کړي. دغه ټینکالوجي وړو هیوادونو او حتي غیر دولتي کسانو ته دا وس او امکان ورکوي چې له لویو قدرتونو سره په اغیزمنه توګه مقابله وکړي. په ۲۰۰۳ کال کې کله چې امریکا په عراق برید وکړ په موصل او بغداد  کې زیاتې ورانۍ وشوې خو په لاس انجلس او شیکاګو کې  یوه کوچنی بم هم ونه لوید خو په راتلونکې کې دا امکان شته چې د ایران او شمالي کوریا په شان هیوادونه د انټرنټ او منطقي بمونو په مټ د کالیفورنیا بریښنا غوڅه کړي، د تکزاس د تېلو زیرمې  والوځوي او دغه راز په مشیګن کې څو اورګاډي سره وجنګوي. ( « منطقي بمونه» همغه کمپیوټري ویروسونه یا ورانووکي کوډونه دي چې په سوله کې کیښودل کیږي او له لیرې کنټرول کیداي شي. دغه احتمال هم شته چې په امریکا او نورو هیوادونو کې لوي انټرنټي چینلونه چې ټول اساسي جوړښتونه کنټرولوي لا له مخکې په نښه شوي وي او دغسې ویروسونه پکې ځاي په ځاي شوي وي).

۴. په مسکو کې اټومي راکټونه نندارې ته وړاندې کیږي هغه وسله چې تل ښودل شوې خو کله هم ډز پرې ونه شو

په هر حال د یوه کارلپاره انګېزه او امکانات  یا وړتیا دوه بیلابیلې خبرې دي. په دې معني چې سیبري یا انټرنټي حملې د تخریب نوې رودې او امکانات برابروي خو د ترسره کولو لپاره ېې اړینه او نوې انګېزه نه ورکوي چې انسان ترې استفاده وکړي. بشریت په تیرو اویا کلونو کې د ځنګل قانون مات کړ او پر دې سربیره ېې د چخوف قانون هم له منځه یوړ.د لیکوال او ناوول لیکوونکي چخوف یوه مشهوره جمله ده چې وايي: که د صحنې په لومړۍ برخه کې په دیوال یوه تمانچه ځوړانده وي، په دریمې صحنه کې باید هرومرو وکارول شي او ډز پرې وشي. کله چې باچاهان او امپراتوران د تاریخ په اوږدو کې یوه نوې وسله جوړه کړي  ژر یا وروسته به کار ترې واخلي. له ۱۹۴۵ کال وروسته انسان له دې وسوسې ځان ساتلی دی. هغو توپونو چې د سړې جګړې د تیاتر په لومړنۍ صحنې کې جوړ شوي وو هیڅکله ډز ونه کړ. نن سبا په نړۍ کې راکټونه او بمونه انبار پراته دي چې نه غورځول شوي او نه ویشتل شوي دي. اوس انسان دا تجربه پيدا کړې ده چې د ځنګل قانون او د چُخوف قانون مات کړي. که بیا دغه قوانین پلي کیږي دا به نو بیا نصیب او قسمت نه بلکه د انسان تېروتنه وي. خو له ترهه ګرو سره څه کیداي شي؟ که څه هم حکومتونو او لویو قدرتونو دا زده کړي چې احتیاط وکړي خو دا ضمانت هیڅوک هم نه شي ورکوالی چې ترهګر به هم د نویو ویجاړوونکو وسلو په کارولو کې احتیاط وکړي. دا سل په سلو کې د اندیښنې خبره ده . خو له بلې خوا که پام وکړو ترهګري په حقیقت کې د هغو کسانو کمزورې ستراتیژي ده چې حقیقي واک او توان نه لري. له  پخوا ترهګرو یوازې ویره خپره کړې او خپروي ېې خو د ورانولو توان ېې دومره نه ؤ. ترهګر دا وړتیا نه لري چې په یوه پوځ برلاسه شي، یو هیواد ونیسي، او یا ټول ښار وران کړي. په ۲۰۱۰ کال کې له چاغۍ او په چاغۍ پورې اړوندو ناروغیو کابو درې میلیونه کسان ووژل خو په همدې کال کې ترهګروپه ټوله نړۍ کې په تیره بیا په پراختیایي هیوادونو کې کې د ۷۶۹۷ تنو ژوند واخیست.۲۶

د امریکایانو او اروپا یانو لپاره کوکاکولا تر القاعدې لوي ګواښ دی. خو دا څنګه ممکنه ده چې ترهګر د خبرونو د سر ټکي شي او په ټوله نړۍ کې سیاسي حالات بدل کړي؟ هو … د ا د دې لپاره چې دوي خپل دښمن تحریکوي چې  له حده زیات غبرګون وښيي. په حقیقت کې ترهګري د تیاتر یوې نندارې ته ورته ده. ترهګر په صحنه کې یوه ویرونکې او تاوتریخجنه صحنه رامنځته کړي، دغه صحنه د خلکو ذهن بدل کړي او داسې احساس را کوي چې موږ د منځنۍ پيړۍ د ګډوډيو په لور روان یو. له همدې امله حکومتونه خپله دنده بولي چې د خوندي کولو په بېلابېلو رودو لاس پورې کړي او د قدرت د ښودولو لپاره له تاوتریخوالي کار واخلي. په دې ډول د ټولې نړۍ د ولسونو ملاتړ او خواخوږي هم تر لاسه کوي. ډېر ځله د ترهګرۍ په خلاف دغه مبارزه په خپله د ترهګرۍ په پرتله لوي ګواښ رامنځته کوي.

ترهګري لکه یوه مچ داسې ده چې غواړي د یوه لوي دوکان چیني لوښي مات کړي، مچ دومره کمزوری دی چې  یوه پیاله هم نه شي ښورولی، نو مچ یو مست غویی پیدا کړي او بیا د دغه غوايي په غوږ ورننوځي او بڼیدل پیل کړي. غويی په غوږ کې  د مچ له شوره په قهر ،غوصه او بیخي لیونی شي ،په دې ډول د هټۍ ټول چیني شیان مات او دړې وړې کړي.

دا هغه څه ؤ چې په وروستۍ لسیزه کې په منځني ختیځ کې پېښ شول اسلامي بنسټپالو دا توان نه درلود چې د صدام حسین رژیم نسکوره کړي نو د سپتمبر په پیښو سره ېې د امریکا غوصه راوپاروله او امریکا ورته د منځني ختیځ د چیني لوښو دوکان دړې وړې کړاو د منځني  ختیځ ځینې هیوادونه ېې په کنډوالو بدل کړل. ترهګر په یوازې سر دا وس نه لري چې متمدنه نړۍ بیرته د منځنیو پیړیو وخت ته ستنه کړي او د ځنګل قانون بیا واکمن کړي. دوي لمسول کوي او دا بیا ډیر په موږ پورې اړه لري چې څنګه غبرګون ښییو. نو که کله هم د ځنګل قانون بیرته واکمن کیږي یوازې د ترهګرو له لاسه به نه وي.

 ممکنه ده لوږه، وبا او جګړې په راتلونکو لسو کلونو کې د میلیونونو انسانانو ژوند واخلي خو دا داسې غمیزې نه دي چې بې وسه انسانان دې کنټرول نه کړاي شي او یا ېې مخه ونه نیولی شي. په سلګونو چیلنجونه به رامنځته شي، دغه ستونزې اوس د کنټرول وړ دي. خو دا په دې معني نه ده چې د میلیونونو بې وزله انسانانو کړاو به کم شي او د میلیونونو کسانو ژوند به وژغوري چې هر کال له ملاریا، ایډز او نري رنځه مري او یا له هغو میلیونونو کسانو سره به مرسته وشي چې په افغانستان ، کانګو او سوریه کې له تاوتریخوالي سره مخامخ دي. موږ دا نه وایو  چې له ځمکې د لوږې، وبا او جنګونو تغر ټول دی او نور باید ورته اندیښنه ونه کړو بلکه خبره برعکس او اپوټه ده. د تاریخ په اوږدو کې خلکو فکر کاوه چې دغه ستونزې د حل او کنټرول نه دي نو د ختمولو لپاره ېې هڅې ګټه نه لري. په دې ډول به خلکو خداي ته لاسونه په دعا پورته کړل او د یوې معجزې په لټه کې وو. هغه  کسان چې ګمان کوي ۲۰۱۶ کال د نولسوه شپاړسمو کلونو په شان له لوږې،ناروغیو او تاوتریخوالي سره مخامخ ده همدغسې پخوانی او ناکارنده فکر ورسره دی. دغه ډول فکرونه او نظریې ادعا کوي چې په نولسمه پیړۍ او شلمه کې انسان هیڅ نه دي ترلاسه کړي او دا ګمان پیاوړی کوي چې طبي تحقیقات، اقتصادي اصلاحات او د سولې نور نوښتونه د انسان د زیار نتیجخه نه بلکه انسان ته وربخښل شوي دي او په روغتیايي برخه کې هلوځلو، نویو اقتصادي اصلاحاتو او د سولې او امنیت په برخه کې نوښتونو څه ګټه نه ده کړې. دغسې فکر د پرمختګ مخه نیولی شي او انسان له نورو هلوځلو راګرځولی شي. د تیرو لاسته راوړنو قدرونه او پرې خبریدل هیله ، مسولیت او هڅوونه  ده چې انسان په راتلونکې کې نور زیار هم وګالي. له ۱۹۰۰مې پيړۍ وروسته ډیر پرمختګونه شوي خصوصا دا چې اوس خلک  لوږې، ناروغیو او جنګونوملامتي په خپله اخلي او  د خداي غضب او د طبیعت قهرېې نه بولي. کله چې انسان له لوږې، وبا او جنګونو مړ کیږي په دې کې خداي نه شي ملامتولی. بشریت دا توان لري چې دا نړۍ نوره هم ښکلې او سمه کړي او ستونزې او ناخوالې کمې کړي. د انسان د پرمختګ په هکله پوهه او درک یوه بله ګته هم لري او هغه دا چې په تاریخ کې تش ځایونه او وختونه نه شي موندل کیداي، که وبا، لوږه او جنګونه کم شوي دي بیا نو باید د انسان په اجنډا کې یو بل شی د هغو ځاي ونیسي او موږ باید د دغه بدلون په اړه ښه فکر وکړو، ګني په تیرو سنګرونو کې  پر بریاوو قناعت له  راتلونکو ستونزو سره په مبارزه کې موږ په ټپه درولی شي. په یویشتمه پیړۍ کې به د لوږې، وبا او جنګونو په ځاي به کومې نورې پروژې او ستونزې رامنځته کیږي او انسان به ورته څه اجنډا ولري؟

یوه مهمه پروژه به د انسان د خپل ځواک له خطره د بشریت او د ځمکې د کُرې ساتنه وي. انسان په دې بریالی شو چې لوږه ، وبا او تاوتریخوالی کنټرول کړي. دغه کار بشریت د خپل اقتصادي توان په مټ وکړ ځکه چې موږ ته خام مواد، درمل، خواړه او انرژي ډالۍ کوي. خو دغه پرمختګ له بده مرغه د ځمکې د کرې ایکو سیسټم ګډوډوي چې اوس ېې ایله په سر کې یو.

بشریت په دې تړاو خوله لږ په ځنډ خلاصه کړه او خطر ېې جدي نه دی ګڼلی. البته په لږ ځنډ ېې څه ناڅه هڅې پيل کړي دي. له دې ټولو سره سره د ځمکې د ګرمیدا، د هوا د ککړتیا او د موسم د بدلیدا په هکله ډېرو کمو هیوادونو اقتصادي او سیاسي ملاتړ او یا عملي مرسته کړې ده. کله چې د اقتصادي پرمختګ او د ژواک چاپریال د ساتني ترمنځ د انتخاب خبره راپورته شي کابو ټول سیاستوال، چارواکي، او رایه ورکوونکي پرمختګ ته رایه ورکوي. که موږ غواړو د غمیزې مخه ونیسو باید ټول تردې زیاته هڅه وکړو.

بشریت به له دې وروسته د بل څه شي لپاره مټې راونغاړي؟ ایا په دې به بسنه وکړي چې موږ لوږه، جګړې او وبا کنټرول کړې ده او په دې به قناعت وکړو چې موږ د هوا بدلون کنټرول کړ؟  طبعا دا ښه خبره ده خو دا لیرې خبره ښکاري چې انسان دې دغه کار وکړاي شي او په همدې دې قناعت وکړي. انسان ډیر کم په هغه څه قانع دی چې لري ېې. انسان چې کله یو هدف ته ورسید، سمدستي په بل فکر کوي او نور او نور غواړي. انسان تل له هغه څه چې ورسره شته، ډ‌یر، ښه او لوي غواړي. کله چې بشریت په بېلابېلو برخو کې ډیر توان او ځواک پيدا کړي او کله چې د وبا، لوږې اوجګړو ګواښ ختم شو انسان به په څه شي ځان بوخت ساتي؟ په دغسې حالت کې به پانګه وال، ولسمشران، پوهان او څیړوونکي ورځ په څه تیروي؟ شاعري به کوي؟ بریالیتوب په خپله هیله او امید زیږوي هغه څه چې انسان په وروستیو کلونو کې تر  لاسه کړي د دې سبب کیږي چې انسان د ځان لپاره نور غټ هدفونه وټاکي. نن سبا موږ د روغتیا، سوکالۍ اوهارمونیک انډول لوړو څوکو ته رسېدلي یو نو زموږ راتلونکي هدفونه به ښايي د تلپاتې ژوند، سوکالۍ  او خداي قدرت ته رسېدل وي. موږ د وبا، جنګ او لوږې  له امله د مړینې کچه ټیټه کړه او لیرې نه ده چې د زړښت د مخنیوي او حتي ممکنه ده  د مرګ پر مخنیوي هم بریالي شو. کله چې موږ بشریت له بې وزلۍ وژغوره اوس به ېې د نیکمرغۍ فکر کوو او کله چې انسان د ژوندي پاتې کېدا په کړکیچنه مبارزه کې بریالی شو بیا به هڅه کوي چې خدايۍ مقام او قدرت ترلاسه کړي. موږ به دغه عاقل انسان ته د خدايي قدرت د ورکولو وړتیا وربخښو.« له هوموساپینس څخه به ېې د هومو ډیوس مقام ته رسوو». (ډیوس لاتینه کلمه ده چې خداي او یا د خدایانو خداي ته ویل کیږي. ژباړن)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب