سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهبي پولي خبریالان: د افغان خبریالانو وژل کېدل دې په جدي ډول...

بي پولي خبریالان: د افغان خبریالانو وژل کېدل دې په جدي ډول وڅېړل شي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱)  د بې پولي خبریالانو بنسټ وایي، افغان خبریالان له تر ټولو ډېر ګواښ سره مخ دي او حکومت دې د وژل شویو خبریالانو دوسیې په جدي ډول وڅېړي.

یاد بنسټ وايي، افغانستان د خبریالانو لپاره لاهم ناوړه ځای دی.‌

د بې پولي خبریالانو بنسټ د تازه ډلبندۍ په رپوټ کې افغانستان د دغه سازمان د ۲۰۲۱ کال ډلبندۍ د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې یې په ۱۱۲ ځای کې راغلی دی.

د دغه بنسټ له لوري په تازه خپور شوي رپوټ  کې د کورونا وبا ته په اشاره پر ګڼو هېوادونو نیوکې شوې چې د خبریالانو پر کارونو یې هم محدودیتونه وضع کړي دي.

په دغه رپوټ کې د محدودیتونو لګېدل، د خبري پوښښ خنډ او ځنډ د خبریالانو له اصلي ستونزو ګڼل شوي دي.

د بې پولي خبریالانو د ډلبندۍ په دې تازه رپوټ کې د افغان خبریالانو د ژوند خوندیتوب د غوښتنې تر څنګ خبرداری ورکړل شوی چې د خبریالانو هدفي وژنې رسنیو ته یو لوی ګواښ دی او باید مخه یې ونیول شي.

په رپوټ کې دغه راز راغلي چې یوازې په ۲۰۲۰ کال کې، لږترلږه شپږ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د هدفي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

باید وویل شي چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه څلور نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم وژل شوي دي.

دا رپوټ افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره لاهم خونړی هېواد بولي.

د بې پولې خبریالانو بنسټ هر کال په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ په اړه د خپلې ډلبندۍ رپوټ خپروي، چې وايي په ۱۳۰ هېوادونو – یعنې د نړۍ د ټولو هېوادونو په سلو کې ۷۳ “په بشپړ یا نسبي ډول خبریالي له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې ده.”

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو تر څنګ خبریالان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په کاري ماحول کې د مسوولینو بې اندازې فشار، د خبري پوښښ په وخت کې معلوماتو ته نه لاسرسی، کم امتیازات، او د ځینو چارواکو ناسم چلند هغه څه دي چې افغان خبریالان یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب