یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمېسیون یو ځل بیا له ښکېلو لوریو د اوربند...

د بشري حقونو کمېسیون یو ځل بیا له ښکېلو لوریو د اوربند غوښتنه وکړه

تاند( چهارشنبه، د ثور ۱)  د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا پر ښکېلو لورو د اوربند غږ کړی دی.

د دغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې هم د جګړو له امله عام وګړي بېځایه شوي او زیانمن شوي دي.

د نوموړې په خبره ښکېلې خواووې دې ژر جګړه بنده او اجازه دې ورکړي، چې افغانان له دې وروسته په امن کې روژې او اخترونه تېر کړي.

هغې زیاته کړې چې افغان جګړه ګټونکی نه لري، خو بایلونکی یې افغان ملت دی، چې له څلورو لسیزو راهیسې یې له نړیوالو سره د سیالۍ پر ځای شاتګ کړی دی او جګړو یې ژوند تریخ کړی دی.

شهرزاد اکبر وایي د دې هېواد راتلونکي اتلان هغه کسان دي چې د سولې لار خپله کړي.

د نوموړې په خبره له هغو کسانو به ټول کرکه کوي چې جګړو ته ادامه ورکوي او د جګړو له لارې ځان واک ته رسول غواړي.

یاد کمېسیون د بیاځلې لپاره داسې مهال د اوربند غوښتنه کوي چې ورسره هم مهاله په ټول هېواد کې د جګړې لمن توده ده او هر ورځ د جګړو راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب