پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاوچا: په تېرو ۳ میاشتو کې ۸۰ زره افغانان بې کوره شوي

اوچا: په تېرو ۳ میاشتو کې ۸۰ زره افغانان بې کوره شوي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې اداره (اوچا) وايي،چې د روان ۲۰۲۱زکال له پیل څخه تر دې دمه ۸۰ زره  افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

اوچا وایي،د جنوري میاشتې له پیل څخه تر دې دمه  ۱۸ زره کسان په ننګرهار او ۱۲ زره نور په کندهار کې د سختو جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

سرچینه زیاتوي ، چې په بې ځایه شویو کې نږدې ۶۰ سلنه ماشومان او تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان دي.

د سرچینې په راپور کې تر جګړې وروسته طبیعي ستونزې هغه لامل یاد شوی، چې له امله یې ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اوچا داسې مهال د بې ځایه شویو افغانانو راپور خپروي، چې بل لورته بیا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي د روژې په مبارکه میاشت کې هم د جګړو له امله عام وګړي بېځایه شوي او زیانمن شوي دي.

یاد کمېسیون له ښکېلو خواوو غوښتي چې  ژر جګړه بنده او اجازه دې ورکړي، چې افغانان له دې وروسته په امن کې روژې او اخترونه تېر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب