شنبه, اپریل 20, 2024
Home+په چاپیریال ساتنه کې د سړکونو رول

په چاپیریال ساتنه کې د سړکونو رول

یونس تنویر

چاپیریال د ژوندیو موجوداتو په ژوند مستقیم او غیر مستقیم تاثر لري. اوبه، هوا او خاوره د چاپیریال درې مهم موضوعات دي، چې د دغو هر یوه ککړتیا د انسانانو په ژوند خورا زیاته منفي اغیزه کوي.

د چاپیریال یو بل مهم فکټور، چې لا هم د چاپیریال له عینکو نه دي ورکتل شوي، هغه خام سړکونه دي، چې د هوا په ککړتیا کې بیخي زیات رول لري.

زموږ په هیواد کې خام سړکونه بیخې زیات ول. د موټرو د ازدهام له وجې به د اسمان لمنې ګرد او غبار خړې کړې وې. انسانانو ته یې د هوا ککړتیا مرګونې کړې وه. وګړي یې تنفسي او نورو بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي ول.

د روغتیا نړیوال سازمان په هیواد کې د وروستیو راپورنو په بنسټ په کال کې کابو پنځو سو زرو زیات افغانان د هوا د ککړتیا له کبله په بېلالېلو نارغیو روږدي کیږي او ان تر مرګه یې رسوي.

خام سړکونه د موټرو په ماشینونو زیات فشار راوړي او ماشینونه زیات دوګونه کوي، چې دا هم د ګرد او غبار سیوا د هوا په ککړتیا کې یو بل منفي اغیز دي، چې د خامو سړکونو مولد ګڼل کیږي. زموږ په هیواد کې د هوا د ککړتیا ستونزه ډېره لیدل کيږي، چې یو لامل یې خام سړکونه دي.  

د ټولګټو وزیر انجینر نجیب الله یمین همدې تاوان ته په کتو په هیواد کې د لویو لارو او سړکونو په پاخه کولو کې زیاته چټکي رامنځته کړې ده، چې دم ګړئ په ټول هیواد کې زیات سړکونو په پاخه ډول رغول شوي او په زیاترو یې کارونه روان دي. او ځینې به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

       افغانستان د ملي وحدت حکومت په را بره کېدو سره له سختو پړاونو سره لاس او ګریوان و. بهر میشتو خیریه بنسټونو له هیواده کډه کړې وه. کلي او بانډې په سختو شرایطو کې ول. متاسفانه د ښاغلي حامد کرزي په وختونو کې چې څومره مرستې وې، مګر هغه ډول بنیادي کارونه و نه شول، چې د لویو لارو مخونه له خړو خاور ورپروته کړي او په تورو کانګریټي سړکونو یې بدل کړي. ځینې لویې لارې پخې شوې، ولې د ناغیړۍ او فساد او همدا راز د تپل شوې جګړې له امله بیرته کڼدر کنډر شوې. او د اوږد مهالي لپاره یې کټه ترې ونه خیستل  شوه.

د ټولګټو وزارت چې په هیواد کې د لویو سکتوري وزارتونو څخه دی، او کابو د هیواد سړکونو مسولیت ورتر غاړې دي، نو په دغه لاره کې زیاتې هلې ځلې یې پیل کړې دي. او د هیواد لارې او سړکونه به په بنیادي ډول ورغوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب