Homeخبرونهامریکا غواړي افغانستان ته نږدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي

امریکا غواړي افغانستان ته نږدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱) د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان او ډیپلوماټان له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د یوې داسې طرحې پر جوړولو بوخت دي چې پر بنسټ یې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته وکولی شي په سیمه کې خپل ځمکني او یو شمېر هوایي ځواکونه په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پر وړاندې د عملیاتو لپاره وساتي.

د ایرفورس مګزین راپور ورکړی دی چې جنرال کینټ مکنزي د سنا جرګې د نظامي خدمتونو کمیټې ته په خبرو کې ویلي چې دوی له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د یوې پراخ بنسټه برنامې د جوړولو په هڅه کې دي څو له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته د ترهګریزو ګواښونو د دفع کولو لپاره دغه هېواد ته نږدې یو شمېر سرتېري وساتي.

نوموړي زیاته کړې چې تر اوسه پورې یې د ځای په اړه پرېکړه نه ده کړې خو ټینګار یې کړی دی چې امریکا به له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته هم دغه هېواد له اسمانه څاري او ترهګرو ته به په دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان د سرتېرو پر وتلو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ د سولې په برخه کې د طالبانو پر ژمنتیا هم شک ښودلی دی.

نوموړي د امریکا د استازو مجلس د دفاعي کمېټې غړو ته په استماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي په افغانستان کې لا هم د ترهګرۍ ګواښ شته دی، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به جګړې شدیدې شي او طالبان ښایي خپلو هوکړو ته ژمن پاتې نه شي.

جنرال مک کینزي ټینګار کړی چې له افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د سرتېرو ایستل خطرناک اقدام دی او ښايي القاعده شبکه له دې فرصت په استفادې یو ځل بیا نړیوالو ته ګواښونه جوړ کړي.

هغه همدا راز ویلي چې د احتمالي ګواښونو د ختمولو لپاره په افغانستان کې د امریکا استخباراتي ظرفیت هم کم دی.

مک کینزي وایي ژر به د افغانستان په اړه یوه طرحه جوړه کړي او پنټاګونه ته به یې وسپاري څو راتلونکی وضعیت له دې لارې مدیریت کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...