پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپاکستان دا ځل عربي اماراتو ته د پور لپاره لاس نیولی

پاکستان دا ځل عربي اماراتو ته د پور لپاره لاس نیولی

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱) پاکستاني رسنیو لیکلي، چې دا هېواد د بهرنیو پورونو د اخیستلو په لړ کې دا ځل له عربي متحده اماراتو دوه میلیارده ډالره پور اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، عربي اماراتو تایید کړې چې پاکستان ته دوه میلیارده ډالره پور ورکړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خپره‌شوې اعلامیه کې راغلي، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله ابن زاید النهیان له قریشي سره د کتنې پر مهال د هر ډول مرستې ژمنې کړې دي.

د قریشي په خبره، له پاکستان سره د عربي اماراتو دوه میلیارده پور مرسته د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول اړیکې کلکې کوي.

په ورته وخت کې د پاکستاني رسنیو د مرکزي بانک د شمېرو پر بنسټ راپور ورکړی دی چې د عمران خان حکومت د ۲۰۱۸ میلادي کال له جولای نه د ۲۰۲۱ زیږدیز کال تر مارچ میاشتې پورې نږدې ۳۳ میلیارده ډالر پورونه اخیستي دي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د دولتي بانک د شمېرو پر بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې حکومت تازه ۱۵ میلیارده ډالر له دې امله اخیستي دي چې پخواني اخیستل شوي پورونه ورباندې پرې کړي خو په دې سره یوازې دومره شوي چې د پور اندازه یې ډېره شوې ده.

راپور زیاته کړې، دا لا څرګنده نه ده چې څنګه پورونه اخیستل شوي دي خو د دې پر ځای چې د پور کچه راکمه کړي لا یې پورته کړې ده.

پاکستان په داسې حال کې پوروړی کېږي چې لومړي وزیر عمران خان واک ته تر رسېدو مخکې ویلي وو چې ځان به مړ کړي خو له بهره به په پور پیسې وانخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب