جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهاستانبول ناسته ښو پرمختګونو ته د شرایطو برابرېدو په پار ځنډېدلې

استانبول ناسته ښو پرمختګونو ته د شرایطو برابرېدو په پار ځنډېدلې

تاند (چهارشنبه د ثور ۱) د افغان سولې په هکله د استانبول غونډې ترسره کوونکي هېوادوني وايي چې دا ناسته ښو پرمختګونو ته د شرایطو د برابرېدو په پار له ښکېلو لوریو سره تر پراخو مشورو وروسته ځنډېدلې ده.

د دغه غونډې د ترسره کوونکو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، «د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۲۱مه – ترکيې، قطر او ملګرو ملتونو په پام کې لرل چې په ګډه د ۲۰۲۱ کال د اپریل میاشتې له ۲۴ څخه د مې میاشتې تر ۴مې پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو ترمنځ د لوړې کچې یو جامع کنفرانس په استانبول کې ترسره کړي چې په دوحه کې دتير سپټمبر په میاشت کې پیل شوې خبرې اترې ګړندۍ او په افغانستان کې یوه عادلانه او تل پاتې سوله رامنځ ته شي.»

اعلامیه زیاتوي، وروستیو تحولاتو ته په کتو، او له ښکیلو اړخونو سره له پراخو مشورو وروسته، موافقه شوې چې کنفرانس وروسته نېټې ته وځنډول شي، تر څو شرایط ښو پرمختګونو ته برابر شي.

د سرچینې په حواله، ترکیه، قطر او ملګري ملتونه به په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خپله تازه مرکه کې ویلي و چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس د ځینو ستونزو له امله ځنډول شوی دی.

نوموړي ویلي چې ستونزې ددغه کنفرانس د مقدمه جوړونې په برخه کې وې او ټاکل شوې چې تر روژې میاشتې وروسته دغه کنفرانس ترسره شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا نه دي ویلي چې دغه کنفرانس کې طالبانو ګډون منلی که رد کړی، خو ټینګار یې کړی چې کنفرانس به تر روژې وروسته د ښکېلو اړخونو له ګډون جوړېږي.

دا دوهم ځل دی چې دا غونډه ځنډیږي، لومړی ځل د دې غونډې لپاره د ځینو راپورونو له مخې د اپریل ۱۶مه نېټه ټاکل شوې وه او بیا دا نېټه د اپریل ۲۴مې ته وځنډول شوه.

که څه هم د افغانستان حکومت په دې غونډه کې د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی، خو رسنیو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي دي چې یو شمېر هېوادونه هڅې کوي چې د استانبول د کنفرانس له لارې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او افغانان غواړي چې د خپل هېواد راتلونکې په یوازې په خپله وټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب