یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهبریتانیا: که افغانستان کې ترهګري وده وکړي، بیا نظامي اقدام کوو

بریتانیا: که افغانستان کې ترهګري وده وکړي، بیا نظامي اقدام کوو

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱) د بریتانیا دفاع وزیر وایي، که چېرته د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې ترهګري وده وکړي نو دوی او متحدین به یې بیا هم نظامي اقدام وکړي.

جېمز هپي ویلي، هڅې روانې دي چې طالبان د خبرو اترو له لارې د افغان حکومت برخه وګرځي او ټینګار یې کړی دی چې بریتانیا او ملګري هېوادونه یې دا انتخاب لري چې که چېرته ترهګري وده وکړي نو دوی به یو ځل بیا پوځي اقدام وکړي.

هغه دغه راز زیاته کړې چې دوی به د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

د یادونې ده چې بریتانیا اوسمهال په افغانستان کې ۷۵۰ سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو پر روزنه بوخت دي، خو ټاکل شوې چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان او ډیپلوماټان له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د یوې داسې طرحې پر جوړولو بوخت دي چې پر بنسټ یې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته وکولی شي په سیمه کې خپل ځمکني او یو شمېر هوایي ځواکونه په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پر وړاندې د عملیاتو لپاره وساتي.

د ایرفورس مګزین راپور ورکړی دی چې جنرال کینټ مکنزي د سنا جرګې د نظامي خدمتونو کمیټې ته په خبرو کې ویلي چې دوی له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د یوې پراخ بنسټه برنامې د جوړولو په هڅه کې دي څو له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته د ترهګریزو ګواښونو د دفع کولو لپاره دغه هېواد ته نږدې یو شمېر سرتېري وساتي.

امریکا غواړي افغانستان ته نږدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب