سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاد وینې د فشار د ثابت ساتلو لپاره یې وخورئ

د وینې د فشار د ثابت ساتلو لپاره یې وخورئ

حامد احمدي

طب پوهان وایي، که غواړئ چې د ویني فشار مو ثابت یا په عادي حالت کې پاتې شي د رومیانو جوس ډېر څښئ.

د الرجل مجلې د یوې لیکنې له مخې، ډاکترانو او د خوراکي توکو کارپوهانو د دغو خوړو د استعمال لارښوونه کړې، چې د لوړ فشار په برابر ساتلو کې مرسته کوي.

دوی وایي، د رومیانو جوس د لوړ فشار په کنټرولولو کې مرسته کوي، ځکه چې د رومیانو جوس د پوتاشیم یوه ښه منبع ده، چې د انسان د بدن اړتیا پوره کوي.

د متخصصانو په باور، مستې د خوراک یو غوره ډول دی چې د فشار په برابر ساتلو کې مرسته کوي، د مستو په جوړښت کې پوتاشیم، کلسیم او پروټین په لویه کچه وي، چې همدغه توکي هغه مالګینې اجزاوې خارجوي چې د لوړ فشار سبب کېږي.

دوی دغه راز ګازرې، هوږه، پالک، لوبیا او کېلې هم په دې برخه کې ګټور بولي.

د معلوماتو له مخې، د ویني لوړ فشار د زړه ناروغي، دماغي سکتې، فلج، د سترګو کمزوري او نورې ستونزې هم زیږوي چې د کنټرول لپاره یې د لږو کلیسټرولو او غوړ لرونکو خوړو تر څنګ باید درمل هم وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې لوړ فشار یوه عامه او ډېره زیانمنه ناروغي ګڼل کېږي او بدبختانه چې زموږ ډیری هېوادوال په دې ناروغي باندې اخته دي.

جنګ جګړې او د غربت ترخې شپې هغه څه دي چې ډیری افغان وګړي یې له ډول ډول ناورغیو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب