سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهروسيه د بندیزونو په ځواب کې د امريکا د سفارت ۱۰ کارکوونکي...

روسيه د بندیزونو په ځواب کې د امريکا د سفارت ۱۰ کارکوونکي وباسي

تاند ( شنبه،د حمل ۲۸) روسيې ویلي د امریکا د بندیزونو په ځواب کې به دوی د امريکا لس تنه د سفارت کارکوونکي وباسي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف د سربيا د بهرنيو چارو وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې  دغه راز ویلي د دې سربېره به  د امریکا پرضد نور ګامونه هم پورته کړي.

هغه ويلي د امریکا د سفارت لسو کار کوونکو ته یې ویلي، چې له دغه هېواده ووځي.

بایډن: هغه وخت راغلی، چې ځواکونه یې د تاریخ له اوږدې جګړې خپل کور ته راشي

سرګي لاوروف زیاته کړې، په ۸ لوړپوړو امريکايي چارواکو يې روس ته په سفر بندېز هم لګولی، چې پکې څارنوال، د بايډن د کورنيو پاليسیو سلاکار هم شامل دی.

روسيې ویلي د امریکا سره به هغه تړون هم لغوه کړي، چې له مخې يې د امریکا سفارت کار کوونکي په ازاده توګه په روسیه کې تګ راتګ وکړي.

روسيه وروسته له هغې پر دې اقدام لاس پورې کوي چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د امریکا په تېر ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې په تور په روسيې بندېزونه لګولي وو خو روسيې دغه تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب