سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد لغمان سلګونه اوسېدونکو د دې ولایت د والي پر ضد لاریون...

د لغمان سلګونه اوسېدونکو د دې ولایت د والي پر ضد لاریون کړی

تاند ( شنبه، د حمل ۲۸)  د لغمان سلګونه اوسېدونکو د دغه ولایت د والي رحمت الله یارمل پر ضد لاریون کړی.

لاریون کوونکو د کابل- جلال آباد لویه لاره هم تړلې ده.

دوی وایي والي رحمت الله یارمل په خپلو چارو کې پاتې راغلی او باید له دندې ګوښه شي.

د لاریونو کوونکو په خبره  له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او خلک په وېره کې ژوند کوي، خو چارواکو هېڅ اقدام نه دی کړی.

دوی دغه راز پر والي تور پورې کوي چې په لوی لاس د ولسونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي.

د والي پر ضد دا لاریون داسې مهال ترسره کېږي، چې د ځایي خلکو په خبره په لغمان کې نا امني وروستي حد ته رسېدلې او خلک آن په مرکز مهترلام کې هم په وېره کې ژوند کوي.

لاریونوال وایي، تر هغې به د والي پر ضد لاریونونو ته دوام ورکړي څو د دوی پوښتنو ته ځواب ونه وایي او یا هم له دندې ګوښه نه شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د والي رحمت لله یارمل نظر پر ده د لګېدلو تورونو په تړاو واخلو خو بریالي نه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب