جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبایډن: هغه وخت راغلی، چې ځواکونه یې د تاریخ له اوږدې جګړې...

بایډن: هغه وخت راغلی، چې ځواکونه یې د تاریخ له اوږدې جګړې خپل کور ته راشي

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲۵) د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نېټه اعلان کړه.

جوبایډن ویلي، چې اوس هغه وخت دی چې امریکايي ځواکونه (د تاریخ تر ټولو له اوږدې جګړې) خپل کور ته راشي.

بایډن ملت ته په وینا کې وویل، امریکا پر یوې داسې جګړې د خپلو منابعو لګولو ته دوام نه شي ورکولی چې نامعلومه وي او نتیجه یې بدلیدلی نه شي.

جوبایډن همداراز زیاته کړې، چې اوس د امریکا څلورم ولسمشر دی چې په افغانستان کې امریکايي پوړځیان شته؛ خو نه غواړي چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو مسوولیت بل ولسمشر ته پرېږدي.

 د سپتمبر ۱۱مه هغه نېټه ده چې شل کاله پخوا په همدې ورځ القاعده شبکې، چې مشرانو یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه، په نیویارک او واشنګټن کې تروریستي حملې وکړې، چې زرګونه امریکایان یې ووژل.

جوبایډن چې له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار وکړ، ویې ویل چې د ده حکومت به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ وکړي او د افغان ځواکونو د روزنې لپاره به له نړیوالو هلو ځلو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره نن ماښام ټلفوني خبرې کړې دي.

ولسمشر غني په یو ټویټ پیغام کې ویلي چې امریکایي سرتیري د سیپتمبر میاشتې په لومړیو کې له افغانستان څخه وځي او افغان حکومت د امریکا ددغه تصمیم احترام کوي.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې افغان حکومت به د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر کې پوره همکاري وکړي.

بلخوا روسیې د امریکا پر متحدو ایالتونو تور پورې کړ چې د مې د لومړۍ پر ځای د سپټمبر ۱۱مې ته د ځواکونو د ایستلو د نوې نېټې په اعلانولو سره یې د دوحې د موافقې سرغړونه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي«له دې سره به په راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې جګړه تېزه او پراخه شي او ممکن د خبرو له لارې د افغانانو ترمنځ د جوړجاړې هڅې زیانمنې کړي.»

هېره دې نه وي چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو له امله دوی په هېڅ یو کنفرانس کې ګډون نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب