Home+وايي: روژه ده، ثواب لري| جنرال دولت وزیري

وايي: روژه ده، ثواب لري| جنرال دولت وزیري

له ډګروال يوسف يې واورئ!

– زما دنده د نړۍ د دويم ابر قدرت اتحاد شوروي پر ضد وه.

– زه په ای اس ای کې د افغانانو د روزنې، وسله وال کولو او په افغانستان کې د مجاهدینو لپاره د عملیاتو پلان کولو مسؤل وم.

– زما بله دنده دا وه چې له افغانستان څخه د روسانو لپاره ویټنام جوړ کړم.

– ما د دې جګړه ییزو عملیاتو لپاره له ځان سره ۶۰ تنه له ای اس ای او ۳۰۰ تنه له اردو څخه افسران لرل.

– ما په څلورو کلونو کې ۸۰ زره افغانان د جګړې له پاره وروزل، په سلګونو زره ټنه وسلې او مهمات مې دوی ته ورکړل په ميلياردو ډالر په دې لاره کې مصرف شول.

– د ای اس ای افسرانو مستقيما دننه په افغان خاوره کې له مجاهدینو سره يو ځای جګړې کولې.

– د ۱۹۷۹ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې جنرال ضیاالحق د ای اس ای مشر جنرال اختر عبدالرحمن ته وویل، کابل باید ورو- ورو په اور کې وسوځي.

 – د مجاهدینو له پاره په ټول پاکستان کې اجناس د سې ای اې په پیسو را نيول کېدل.

– چارلس ویلسن د امریکا د کانګرس غړي به ويل، په ویټنام کې ۵۸ زره امریکایان ووژل شول، تر اوسه شوروي زموږ قرضدار دی، موږ خپل قرض له شورويانو څخه بايد د مجاهدينو په لاس واخلو.

 – ویلسن به ویل، شورويانو د امریکایانو د وژلو له پاره ویټنامیانو ته وسلې ورکولې، موږ بايد د شورویانو د وژلو لپاره مجاهدينو ته وسلې ورکړو.

– وايي، په ۱۹۸۴ میلادي کال کراچۍ ته د امریکایانو له خوا سل زره ۳۰۳ بور ټوپکونه او مهمات يې راغلل چې له هند څخه يې اخيستي وو. امریکایانو دې ته د کوچنۍ تحفې نوم ورکړی و.

– وايي، موږ ۲۰۰ لويې لارۍ په راولپنډۍ کې لرلې چې په بدلو نمبرپلېټونو مو مجاهدینو ته په کې وسلې لېږدولې.

– په مرستو کې د مجاهدینو برخه په دې ډول وه،

حکمتيار ته ۱۸ ، ۲۰ سلنه

استاد رباني ته ۱۸ ، ۱۹  سلنه

استاد سیاف ته ۱۷ ، ۱۸ سلنه

مولوي خالص ته  ۱۳, ۱۵ سلنه

مولوي محمد نبي ته ۱۳ , ۱۵ سلنه

ګېلاني ته ۱۰ ،  ۱۱ سلنه

مجددي ته ۱۳ ،  ۵ سلنه

– وايي، افغانان يوازې د بهرنیانو پرضد د جګړې پر مهال سره متحد کېږي.

– وايي، ډګروال يوسف له کابل سره فطري او روحي عقده لرله، هغه به ویل په کابل باید بریدونه ډير زیات وي.

لکه چې د واک له پاره جګړه ثواب لري، په روژه کې هم وژل ثواب لري، زور ورکړئ، ځکه افغانستان د جګړو پولیګون دی.

نیابتي او د انتقام اخیستلو جګړې دلته د افغانانو په لاس او وژلو ښې چلېږي. ښايي ستاسو د بادارانو خوشحالي او رضایت د افغانانو د وینې د بخښلو سبب شي.

« توره، توپ و ټوپک زموږ ګاڼه ده،

قلم، یوم، ګینټی، جغ او سپار په بلا وهئ.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...