جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوی درستیزر سره...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوی درستیزر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲۵) پاکستان وايي، د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز د امریکا له باندنیو چارو وزیر سره د افغانستان د سولې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره د چهارشنبې په ورځ ټېلفوني خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو پر دوه اړخیزو مسلو، او د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستیو انکشافاتو په شمول د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر اساس، د دغه هیواد لوی درستیز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې د ملاتړ بشپړ ډاډ ورکړ.

په پاکستان کې د افغانستان او هندوستان په اړه بهرنۍ پالیسي د دغه هیواد د پوځ او استخباراتو له لوري تنظیم کېږي او له همدې کبله امریکا او نور هیوادونه د افغانستان پر سر له دې هیواد سره مهمې خبرې د پوځ له لوی درستیز سره کوي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا ژمنه ورکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز دا ټېلفوني خبرې په داسې وخت کې وشوې چې امریکا غواړي له افغانستانه خپل پوځیان د سپټمبر په یوولسمه یعني تر مخکینۍ نېټې څو میاشتې وروسته وباسي.

طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، تر هغو د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي چې ټول بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب