چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهافغان او بریتانوي چارواکو د افغانستان پر وروستي وضعیت خبرې کړې

افغان او بریتانوي چارواکو د افغانستان پر وروستي وضعیت خبرې کړې

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲۵) د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د بریتانیا له سفیرې اليسن بلیک سره لیدلي دي.

د یادې شورا د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر وروستي وضعیت، د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، د استانبول پر ناستې او د مذاکراتو د دوام پر څرنګوالي خبرې اترې کړې دي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې رویټرز خبري آژانس په سپینه ماڼۍ کې د خپلو سرچینو له قوله وایي چې،ولسمشر بایډن پریکړه کړې چې د روان کال د سیپتمبر په ۱۱ چې پر نیویارک د القاعدې د بریدونو له شلمې کلیزې سره برابره ده، له افغانستان خپل ټول سرتیري را وباسي او نور په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو حضور ته د پای ټکی کېږدي.

په ورته وخت کې نن سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن چهارشنبه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

سپینه ماڼۍ زیاتوي، چې جو بایډن به نن د اپریل ۱۴مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پرېکړې پر اساس په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

بلخوا نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی په افغانستان کې هغه اهداف تر لاسه کړي دي کومو پسې چې کلونه وړاندې دغه هېواد ته راغلي وو.

هغه زیاته کړې، امریکا خپلو اهدافو ته رسېدلې ده او اوس وخت دی چې خپل سرتېري کورونو ته ستانه کړي.

نوموړي د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره ګډې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې یو ځای او له نږدې کار وکړي څو په پوره همغږۍ خپل ځواکونه په خوندي توګه خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته تللي دي او یو ځای به له دغه هېواد څخه وځي خو دا چې د سپټمبر پر ۱۱مه به یو ځای خپل ځواکونه وباسي او که نه په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

بلینکن زیاته کړې چې ولسمشر بایډن به تر راتلونکو ساعتونو پورې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو پرېکړه اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب