دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونو کندهار کې د طالبانو ۱۲۱ماینونه شنډ کړي

افغان ځواکونو کندهار کې د طالبانو ۱۲۱ماینونه شنډ کړي

تاند (چهارشنبه د حمل ۲۵) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت په ارغستان او ډنډ  ولسوالیو کې پر طالبانو بریدونه کړي چې په پایله کې یې د دې ډلې څلور وسله وال شوي.

د دفاع وزارت نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه عملیات پرون سه شنبه ترسره شوي چې پر مهال یې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه لاړل.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې هلته د افغان ځواکونو تخنیکي ټیمونو، ۱۲۱ بېلابېل ډوله ماینونه چې طالبانو په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پر ځای کړي و کشف او له منځه وړل شوي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې افغان هوايي ځواکونو تېره ورځ په هلمند او زابل ولایتونو کې هم پر طالبانو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ددغې ډلې ۶ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب