پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکاريو راتلونکې ښه ښکاري

د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکاريو راتلونکې ښه ښکاري

لیکونکې: ډیوه – بیجنګ، د چین ولسي جمهوریت

د اقتصاد او سوداګرۍ په چارو کې د چين او افغانستان ترمنځ د سلامشورو لومړۍ غونډه يعنې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې افغانستان ته د چيني توليداتو د رسولو غونډه څه موده مخکې د افغانستان په پلازمينه کابل کې ترسره شوه. د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د اوبو او برېښنا وزارت، د سوداګرۍ او صنعت وزارت په شمول د دغه هيواد څه دپاسه لسو اړوندو څانګو له چين سره د تجارتي همکاريو د پياوړتيا علاقې ښودلې دي. دا د پاملرنې وړ ده چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو راتلونکې به له زياتو فرصتونو څخه ډکه وي.

که څه هم اوس د چين او افغانستان ترمنځ هوايي مستقيم پروازونه د کرونا وبا له امله دوباره نه دي اعاده شوي، خو په افغانستان کې د چيني تصديو د پانګونو تاوده احساسات لا هم د خپرېدا او زياتوالي په حال کې دي چې د چيني تصديو څو مسئولينو او کارکوونکو د څو پروازونو له لارې افغانستان ته تللي دي او په دې غونډه کې يې ګډون کړی و. دوی هيله مند دي چې له افغانستان سره سوداګريزې او تجارتي همکارۍ لا پراخې کړي او دغه هيواد ته د اړتيا وړ توليدات، تیکنالوژي او پانګې په اقتصادي دوران کې په حرکت راولي. برسيره پر دې افغانستان هم په خپل وار سره ډېر زيات غوره باکيفيت توليدات لري او د افغانستان حکومت او سوداګران هم هيله لري چې خپل ښه توليدات د چين لوی بازار ته ورسوي. دا د دواړو هيوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري او دواړو خواوو په دې چارو کې ډير ښه روان دي او ډېرو ښو کارونو ترسره کولو ته سترګې په لاره دي.

د چين او عربي هيوادونو ترمنځ د تجارتي اړيکو د هڅونې کمېټې منشي او په کابل کې چيني مالي مسئول يوی مينګ هوې وويل، څو کاله مخکې مو په افغانستان کې د فولادو او برقي کېبلونو، سيمونو فابريکه جوړه کړې ده او اوس څلور نورې فابريکې د جوېدو په حال کې دي، زموږ کارونو افغانانو ته لا زيات کاري فرصتونه او تجربې رسولې دي چې د دغه هيواد بيا رغونه، کوم چې د ټولنيز پرمختګ د صنعتي او کرنيزو چارو د پرمختګ لپاره به ډيره ګټه ولري، موږ په دې اړه ډېر خوشاله يو.

د چين او افغانستان ترمنځ دوه اړخيزې همکاريو په دې وروستيو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی دی چې په ۲۰۱۸کال د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت ۶۹۰مليونه ډالرو ته رسيدلی و او دا د يو کال مخکې په پرتله ۲۷سلنه زياتوالی ښيي او له  افغانستان څخه د وارداتو اندازه ۲۴مليونه ۱۱۰زرو ډالرو ته رسيدلې ده چې دا د يو کال مخکې په پرتله شپږ وارې زياتوالی ښیي. په ۲۰۲۰ کال کې چين ته د افغانستان د وارداتو اندازه د ۲۰۱۹کال په پرتله ۸۶ اعشاريه ۲ سلنه زياته شوې ده.  د چين د شميرنې له مخې، د ۲۰۱۷کال تر پايه پورې په افغانستان کې د چين د پانګونې اندازه څلوېښت مليونه ډالرو ته رسيدلې وه. د ۲۰۲۰کال په ټول کال کې په افغانستان کې د چيني تصديو د مستقيمې پانګونې اندازه ۴مليونه ۴لکه ډالرو ته رسيدلې وه چې د ۲۰۱۹کال په پرتله ۱۱اعشاريه يو سلنه زياته وه. تېر کال په افغانستان کې د چيني تصديو د نويو لاسليک شويو پروژو د قراردادونو ارزښت ۱۱۰مليونه ډالرو ته رسيده چې د ۲۰۱۹کال په پرتله ۱۵۸اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي.

چين د افغانستان د باور وړ ګاونډي په توګه له نورو زياته لېوالتيا لري چې په دغه هېواد کې ژر سوله، ثبات او پرمختګ رامنځته شي او له سيمه ييزو هېوادونو سره په نژدې همکارۍ سره د افغانستان لپاره تر خپلې وسې پورې زياتې مرستې برابرې کړي.

اوس افغانستان تر ټولو څه غواړي، څه ته اړتيا لري؟ ځواب يې سوله دی. اوس نړيوالې ټولنې او د افغانستان اړوندې خواوې ټول د دغه هيواد د سولې رامنځته کيدو په چارو بوخت دي. د ملکي وګړو لپاره ارامه او سوله ايز ژوند او اقتصادي پرمختګ تر ټولو مهم دي. افغانستان يو داسې هيواد دی چې جغرافيايي غوروالی او زيات ډوله طبيعي سرچينې، ښه کرنيز توليدات او زيارکښه ولسونه لري. په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر زيات فرصتونه شته، ويلی شو په چين کې زيات شمېر سوداګر غواړي چې له افغانستان سره تجارتي همکارۍ ولري.

چين او افغانستان ګاونډي هيوادونه دي او چين هم غواړي له افغانستان سره د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پراختيا او ژورتيا لپاره هڅې وکړي. چين هر وخت پر هغې مفکورې ټينګار کړی دی چې له مخې يې ټول انسانان په يوه ګډه ټولنه کې د ارام ژوند لرونکي اوسي چې برخليک يې ګډ وي او يو پر بل اغيزې ولري. نو د دوه ګاونډيو هيوادونو په توګه د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د دواړو خواوو لپاره ګټورې دي. افغانستان د چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د يو مهم تمځای په توګه مهم رول لري چې د سيمې پيوستون او نښلوونکی بلل کيږي.

په چين او افغانستان کې زيات شمېر ځيرک او مسلکي کسان، چارواکي او تجاران دي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګريز فرصتونو رامنځته کولو لپاره په همکاريو لګيا دي. سره له دې چې اوس افغانستان د سولې او پرمختګ په څلور لارې کې دی، خو دوی په اقتصادي همکاريو کې خپلې ليوالتياوې ښودلې دي په چټکۍ يې د تجارتي اړيکو هڅونه کړې او کوي يې. دا د پاملرنې او خوشبينۍ وړ ده چې د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ راتلونکې به له زياتو فرصتونو سره مل او ډکه اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب