تاند (چهارشنبه د حمل ۲۵) د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وازرت وایي چې په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په کچه ۷۴ زره او ۲۲ مټریک ټنه پنبه تولید شوي ده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبه/ د حمل ۲۵مه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بلخ د ۲۸ زره او ۳۲۱ مټریک ټنه پنبې په تولید سره لومړی ځای خپل کړی، دغه راز هلمند، کندز، نمیروز، تخار، جوزجان او بغلان په هېواد کې د پنبې لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، تېر کال په ۵۶ زره او ۷۴۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه چې ۲۱ زره او ۷۵۸ هکتاره یې په بلخ کې وه.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې تر بلخ وروسته هلمند د مالوچو لوی تولیدوونکی ولایت دی او د پنبې ډېرې کروندې لري.
پنبه د صنعتي نباتاتو له ډلې يو ګټور او ارزښتناک نبات دی چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه ورته ډېره تقاضا ده.
له پنبه دانې څخه په ډول ډول خوړو کې ګټه اخیستل کېږي. هغه کنجاړه چې له پنبه دانې څخه تر لاسه کېږي تر ډېره پروتيني مواد لري او همدارنګه پوټکي يي د پنبه دانې فرعي محصولات تشکيلوي چې د څارويو لپاره ښه غذا ده.