سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeداسې هم شتههند کې یو بزګر ۳۰۰ ډوله امونه کرلي

هند کې یو بزګر ۳۰۰ ډوله امونه کرلي

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۲۴ ) راپورونه وایي، هندوستان هېواد کې یو بزګر د امونو ۳۰۰ ډوله کرلي چې دې بې ساري اقدام یې د نړۍ بزګران ګوته په غاښ کړې دي.

د راپورونو په حواله، د هند په لاکنوو کې ۸۱ کلن بزګر کلیم الله خان د ام په زیاتو ډولونو سره د نړۍ ټولو بزګرانو ته ریکارډ جوړ کړی دی.

د معلوماتو په اساس، دا بزګر چې د میوه جاتو په کرنه، روزنه او پالنه کې ځانګړی نوم لري، دا ځل یې د امونو درۍ سوه ډولونه نندارې ته وړاندې کړې دي.

دې بزګر تر دې وخته پورې له دې ونې څخه لسګونه ځلې ام بازار ته وړاندې کړی دی او وایي؛ دا ونه په هر فصل کې د امونو پنځه او یا هم اووه ډولونه ام لري او دا چاره یې د سختو هلو ځلو په نتېجه کې لاس ته راوړې ده.

د یادولو وړ ده، چې دې بزګر ته د هند حکومت تېر ۲۰۰۸ کال کې د ښې بزګرۍ پر اساس د “پدماشري” جایزه هم ورکړې وه.

حاجي کلیم وایي؛ له بزګرۍ سره یې بې کچې مینې دې ته اړ کړ، چې اووم ټولګي کې ښوونځی ترک کړي او بزګرۍ ته یې مخه کړي.

نوموړی زیاتوي چې د دېرشو کلونو راهیسې د میوو پر کښت بوخت دی او د نورو میوو تر څنګ د ام په کرنه کې ځانګړی مهارت لري.

کلیم خان وایي چې د ام دا ونې ته د یو فصل وروسته د امونو د بل نشان او جسم لپاره ورته نور قالبونه جوړوي، چې پر مټ یې د ام ډول بدلېږي او تر اوسه پورې یې ۳ سوه ډوله امونه بازار ته وړاندې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب