سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeمقالېاسلامد روژې مبارکې میاشتې غوره عبادات

د روژې مبارکې میاشتې غوره عبادات

تاند ( پنجشنبه، د حمل ۲۶ ) الله تعالی د روژې میاشتي ته پر نورو ټولو میاشتو ځکه فضیلت ورکړی چې دا میاشت لوی پروردګار ته د نږدې کېدو او دغه راز له اور څخه د خلاصون میاشت بلل کیږي.

روژه یو دروند او ښاغلی مېلمه دی چې په بیړه خپلي شپې پوره کوي، دې لنډ وخت کې هغه څوک بریالي دي چې یې ښه هرکلی وکړ.

د الله تعالی ستر او مقدس کتاب د انسانیت پر ستر لارښود نبي کریم محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې په همدې مبارکه میاشت کې نازل شوی لکه څنګه چې یې الله تعالی په قرآن کریم کې یادونه کړې ده:

أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ(سورة البقرة:۱۸۴)

ژباړه: د څو ټاکلو ورځو روژې دي که له تاسو څخه څوک ناروغ یا مسافر وي نو په نورو ورځو کې دې هغومره شمیر پوره کړي.

احادیثو کې راځي چې رسول الله مبارک به خپلو صحابه کرامو ته د روژې په راتګ سره زیری ورکاوه؛ ځکه چې روژه ټول زیری زیری ده د جنت دروازې پکې پرانیستل کیږي، د دوزخ دروازې بندیږي او شیطانان کلک تړل کیږي.

د دې تر څنګ الله تعالی دا پرېکړه هم کړې چې په همدې مبارکه میاشت کې یوه مبارکه شپه راولي چې د قدر شپه ده.

د روژې د میاشتي غوره عبادتونه
روژه داسې میاشت ده چې پکې خوښي زړونو ته لاره مومي او د لومړۍ شپې په راتللو سره یې په هر ځای کې سکینه او اطمینان ځای نیسي.

رسول کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«کله چې د روژې لومړۍ شپه راشي نو شیطانان او سرکښ پیریان وتړل شي او د دوزخ دروازې بندي شي او یوه دروازه یې هم خلاصه نه پاتي کیږي، دجنت دروازې خلاصي کړای شي او یوه یې هم بنده نه پاتي کیږي. اواز کوونکی اواز کوي چې ای خیر غوښتنکیه ! زمالور ته راشه او ای د شر لټونکیه ! نور بس کړه. الله تعالی له اور څخه خلاصون ورکوي او دا هره شپه وي.»(رواه الترمذي)

په دې کې د هغو توبه کونکو لپاره طلایي فرصت دی څوک چې د الله تعالی د راضي کولو هڅه کوي او د هغه سره په مناجاتو کې خوند مومي.

کله چې به د روژې میاشت راغله نو ابن عمر رضي الله تعالی عنه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد ته راغی اوپه لمانځه به یې پیل وکړ تر داسې چې سهار به شو.

سلفو صالحینو په دې میاشت کې د قرآن کریم تلاوت په خپلو ورځنیو معمولاتو کې د یو اړین امر په توګه داخلاوه او د هغه دتلاوت تر څنګ به یې د هغه د حفظ او په اړه د تدبر او فکر کولو اهتمام هم کاوه.

دا مالک بن انس رحمه الله ؤ چې تل به یې په علمي مجلسونو کې برخه اخیسته خو کله چې به د روژې میاشت راغله نو ټول علمي مجالس به یې پرېښودل او توجه به یې دالله تعالی د کتاب لورته واوښته. د روژې یو له غوره اعمالو څخه همدا د قرآن کریم تلاوت دی.

• روژه نیول: الله تعالی د روژې نسبت ځان ته کړی دی او بندګانو ته یې د هغې د اجر په اړه یقیي خبر ورنه کړ لکه څنګه چې ویل کیږي چې د روژاتي لپاره دوې خوښۍ دي یوه د اختر خوښي او بله د الله تعالی سره د ملاقات خوښي.

خو روژه یوازې د خوراک او څښاک د پرېښودلو نوم نه دی لکه څنګه چې د ځينو خلګو ګمان دی بلکې له ټولو حرامو شیانو څخه د بدن د ټولو غړو د خوندي ساتلو نوم روژه دی.

روژه نیوونکی باید له هغو ټولو شیانو څخه د سترګو، غوږونو، ژبي او اندامونو ساتنه وکړي کوم چې د الله تعالی د خفګان سبب ګرځي.

• د شپې تهجد: د مسلمان لپاره ښایي چې د شپې په لمانځه اداء کولو سره د آخرت لپاره توښه برابره کړي نبي کریم صلی الله علیه وسلم او ټولو صحابه کرامو به پر دې کار خورا زیات حرص کاوه.

• صدقه او خیرات کول: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په سخا او کرم سره پېژندل کېده او د هغه صلی الله علیه وسلم سخاوت د رواني هوا په څیر ؤ خو د روژې په میاشت کې به یې له نورو میاشتو څخه زیات د خیرات او صدقې اهتمام کاوه.

صدقه یوازي د پیسو د ورکړي نوم نه دی بلکي څو صورتونه لري لکه یو چا ته ډوډۍ ورکول، روژه نیونکو او نیکانو خلکو په خاص ډول مسکینانو ته روژه مات ورکول.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«چاچې روژه نیونکي ته افطاري(روژه مات) ورکړ د هغه لپاره هم همدومره اجر دی څومره چې د روژه نیونکي لپاره د روژې اجر دی خو د هغه روژه نیونکي له ثواب څخه به هیڅ هم نه کمیږي.» (رواه الترمذي في سننه)

• د قرآن کریم تلاوت کول: په روژه کې د قرآن کریم زیات تلاوت کول بې اندازې ثواب لري عثمان بن عفان رضي الله تعالی عنه به د روژې په میاشت کې هره ورځ یو ځل قرآن کریم ختم کاوه.

له سلفو صالحینو څخه ځیني خلګ داسي وو چې په درو شپو کې به یې ختم کاوه خو د هغوی تلاوت به د قرآن کریم په اړه له فکر او تدبر څخه خالي نه ؤ بلکې نور به یې هم د هغوی خشوع او نورانیت زیاتاوه.

• د لمر تر راختلو پوري په مسجد کې پاتي کېدل: رسول الله صلی الله علیه وسلم به تر هغه وخته په مسجد کې ناست ؤ تر څو چې به لمر راوخوت مسلمان ته هم په کار ده چې دهدایت په لار موندلو او اجر تر لاسه کولو کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې اقتداء وکړي.

• اعتکاف کول: خپله اعتکاف پر بې شمیره طاعتونو او عبادتونو مشتمل دی لکه : د قرآن کریم تلاوت کول او د الله تعالی سره مناجات. اصل د اعتکاف مقصد د الله تعالی درضا د تر لاسه کولو لپاره په مسجد کې اوسېدل دي.

اعتتکاف د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی چې د روژې په آخرو لسو شپو کې به یې کاوه.

• صله رحمي کول: الله تعالی د عمر اوږدوالی او د رزق پراخوالی په صله رحمۍ کې ایښی دی لکه څنګه چې صله رحمي له غوره اخلاقو څخه هم ده چې اسلام یې په باب مسلمانانو ته زیاته توصیه او هڅونه کړې ده او د هغې له غوڅولو څخه یې مسلمانان وېرولی دی.

• زیات ذکر کول: ذکر یو له اسانو او الله تعالی ته له رسوونکو عبادتونو څخه دی او د دې تر څنګ د شپې په آخره او د روژه مات پر مهال دعاء هم ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب