تاند ( پنجشنبه، د حمل ۲۶) وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان د خپلو پوځیانو د وتلو نېټه اعلان کړه افغان حکومت یې د پرېکړې هرکلی کړی دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي چې د متحده ايالاتو د ولسمشر ښاغلي جوبايډن له خوا د امريکايي ځواکونو د وېستلو د پرېکړې درناوی کوي.
نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغانان د نړېوال تروريزم د لومړۍ کرښې قربانيان دي چې نړېوال تروريزم په ضد د افغان ولس او افغان امنيتي ځواکونو بې شمېره قربانۍ د يادونې وړ دي.
محب زیاتوي چې په دوحه کې د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د سولې تړون را وروسته د ترهګرو ضد ټول عمليات د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لخوا رهبري او ترسره شوي دي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دغه راز ډاډ څرګندوي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه په سوچه افغاني اراده د افغانستان د دفاع صلاحيت لري او په مېړانه به د دې وطن دفاع وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم له افغانستانه د بهرنیانو وتل مناسب اقدام بولي او وایي چې د دغو پوځیانو له وتلو وروسته به هم امریکا او نور نړیوال له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د نوموړي په وینا: (( د دغې خبرې معنا د افغانستان ملت لپاره دا ده، چې نړیوالې مرستې نه بندېږي. شاید خلک فکر وکړي چې نړیوال نور له افغانانو سره علاقمندي نه لري. زما په فکر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دا معنا نه لري، بلکې له دې وروسته به هم له افغانستان سره د نړیوالو مرستې په بله بڼه دوام وکړي. ))
د افغانستان ولسي جرګه کې هم د امریکايي ځواکونو پر وتلو بحث کې د ولسي جرګې مشر وویل چې د روان کال د سپتمبر تر ۱۱ مې د ټولو امریکايي ځواکونو وتل ښايي افغانستان کې د کورنۍ جګړې پیلېدو ته لاره هواره کړي.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي، امریکايي ځواکونه افغانستان ته د ځانګړو موخو لپاره راغلي وو.
د هغه په خبره، که بهرني ځواکونه په بېړه له افغانستان ووځي نو یو ځل بیا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پېښيدو احتمال شته.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د پرېکړې تر اعلان څو ساعته وړاندې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټيليفون له لارې خبرې کړې دي.
ولسمشر وايي، په دغه ټيليفوني اړیکه کې ولسمشر بايډن په سپټمبر مياشت کې د خپلو سرتېرو وتلو په تړاو خبرې وکړې.
ولسمشر دغه راز وايي چې افغان حکومت د امریکا د دغې پرېکړې درناوی کوي.
ولسمشر غني وايي: “د افغانستان ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو او د هېواد د دفاع وړتیا لري او د دې لپاره به ترې افغان ملت د تل لپاره منندوی وي.”
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نېټه د سپټمبر ۱۱ نېټه اعلان کړه.
د سپتمبر ۱۱مه هغه نېټه ده چې شل کاله پخوا په همدې ورځ القاعده شبکې، چې مشرانو یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه، په نیویارک او واشنګټن کې تروریستي حملې وکړې، چې زرګونه امریکایان یې ووژل.
جوبایډن چې له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار وکړ، ویې ویل چې د ده حکومت به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ وکړي او د افغان ځواکونو د روزنې لپاره به له نړیوالو هلو ځلو سره مرسته وکړي.