سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهحکمتیار:طالبان باید له افغانانو سره مذاکراتو ته دوام ورکړي

حکمتیار:طالبان باید له افغانانو سره مذاکراتو ته دوام ورکړي

تاند(شنبه، د حمل ۲۷) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، له افغانستانه د امریکايي سرتېرو په ایستلو کې ځنډ د لوژستیکي ستونزو له امله نه، بلکې د سیاسي دلایلو له امله رامنځته شو.

نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې د امریکايي ځواکونو له لوري د سرتېرو ایستلو وروستۍ پرېکړې د استانبول غونډه له خطر سره مخ کړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ چې په هر ډول شرایطو کې له افغانانو سره د سولې روانې خبرې ونه ځنډوي او د خبرو اترو له لارې سولې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

حکمتیار وویل طالبانو ته یې مشوره دا ده چې که د سولې اراده لري او یا هم جګړې ته دوام ورکوي مذاکرات باید ونه درول شي، ځکه دغه مذاکرات له افغانانو سره دي نه له امریکا سره.

حکمتیار زیاته کړې، افغانستان کې باید داسې انتقالي حکومت رامنځته شي چې موده یې له یوه کاله زیاته نه وي، تر څو آزادو او بې طرفه ټاکنو ته لاره هواره کړي.

هغه وایي، د انتخاباتو قانون کې باید تعدیلات راشي.

د حکمتیار په وینا، ملي اردو او امنیتي ځواکونه باید په خپل حال پاتې شي او د ډاکټر نجیب د وخت ترخه تجربه یو ځل بیا تکرار نشي.

د نوموړي په خبره، نظام او اساسي قانون هم باید په خپل حال پاتې شي او یواځې د حکومت رهبري تغیر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب