سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد کډوالو نړیواله اداره: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي د...

د کډوالو نړیواله اداره: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي د کډوالو شمېره زیاته شي

تاند(شنبه، د حمل ۲۷) د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي د افغان کډوالو شمېره هم لوړه شي.

د کډوالو نړیوالې ادارې مشر په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي که له افغانستان بهرني ځواکونه وځي او په دغه هېواد کې د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي نو په دې حالت کې ښایي د افغان کډوالو شمېر لوړ شي.

د فلېپو ګراندې په وینا د کډوالو د ډېرېدو مستقیم اغېز به پر اروپایي هېوادونو وي.

د کډوالو نړیواله اداره داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې تر سپټمبر میاشتې پورې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي خو په دې موده کې باید طالبان او افغان حکومت په بین الافغاني مذاکراتو کې پایلې ته ورسېږي او د روانې جګړې د ختمولو لپاره دې هڅې ډېرې کړي.

بلخوا امریکا وایي، دغه هېواد به له پوځي حضور پرته افغانستان کې د القاعده ډلې احتمالي احیا کېدل په نظر کې ولري.

امریکایي چارواکي زیاتوي، واشنګټن له پوځي حضور پرته کولی شي په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مخه ونیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا هېواد د هر ډول ګواښونو په پام کې نیولو لپاره ابزار لري.

بل خوا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان هم ویلي چې واشنګټن کولی شي په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې لاس په کار شي

سلیوان زیاته کړه چې واشنګټن په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د ده په وینا طالبانو ته یې پیغام واضح دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب