شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههیومن رایټس: امریکا دې افغانستان کې د پوهنې او روغتیا برخو کې...

هیومن رایټس: امریکا دې افغانستان کې د پوهنې او روغتیا برخو کې مرستې زیاتې کړي

تاند (جمعه د حمل ۲۷) له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کي خپل سیاسي او بشري ماموریت ته ادامه ورکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دویاریک ویلي، حالاتو ته په کتو به یې ماموریت په افغانستان کي ادامه پیدا کړي.

نوموړي ویلي، ښکاره خبره ده چې د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل به پر دغه هېواد خپل اغېز ولري.

له بلې خوا د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر ګیرد میولر هم له افغانستان سره د خپل ملاتړ د دوام ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده چې په راتلونکي کې هم د پرمختیايي چارو په برخه کي له افغانستان سره ګډ کار کوي.

ورته مهال د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس له امریکا غوښتي دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې چې مرکز یې په نیویارک کې دی په یوه بیان کې ویلي، د امریکا حکومت باید له افغانستان سره د پوهنې او روغتیا برخو کې په تېره د نجونو او ښځو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې په داسې حال کې چې پراخېدونکي کړکېچ د بشري حقونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کړي او بشري بحران یې زیات کړی، د رسنیو د آزادۍ ملاتړ وکړي.

هیومن رایټس په خپل بیان کې وړاندې ویلي چې عدالت ته د ښځو د لاسرسي او د سلګونه مدافع وکیلانو او قاضیانو د روزنې لپاره د افغانستان د قضايي اصلاحاتو په برخه کې د امریکا مرستې حیاتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او د آلمان په گډون د ناټو متحدین غواړي د مې مياشتې په پیل کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب