جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+جیګي چن: خپله ټوله سرمایه خیریه بنسټونو ته ورکوم

جیګي چن: خپله ټوله سرمایه خیریه بنسټونو ته ورکوم

تاند ( جمعه، د حمل ۲۷) د چینايي فلمونو ستوری جیګي چن وایي، خپله ټوله سرمایه خیریه بنسټونو ته ورکوي.

هغه د خپلې ۶۷ مې کلیزې د نمانځلو پرمهال ویلي: « ما له فلمونو پیسې د خپل زوی لپاره نه دي ګټلي، که قابل و ځان له به یې وګټي او که تنبل و دولت او پيسې بې ځایه لګوي، له دې ښه ده چې خیریه بنسټونو ته یې ورکړم».

جیګي چن په ۱۹۵۴ م کال هانګ کانګ کې په یوه غریبه کورنۍ کې زیږېدلی.

د فوربز مجلې په حواله نوموړی اوس شاوخوا ۳۵ کروړه ډالر سرمایه لري.

جیګي چن په فلمي نړۍ کې دېر شهرت موندلی او اوس په ټوله نړۍ کې مینه وال لري.

جیګي چن په چینايي فلمونو کې تر ډېره مرکزې رول ادا کړی دی.

3 COMMENTS

  1. جيگe چن وايي: خپله ټوله سرمايه خيريه موسسو ته ورکول ..صحيح يي ورکوي ده !. دايوه مهمه غلطي دي ده بايد اصلاح سي او دويمه غلطي دا ده سي په افغانستان کي څوک کروړ*دپيسو واحد* نه استغمالوي ، که په راتلونکو ليکنو کي اصلاح سي ښه به وي .

  2. د فوربز مجلې په حواله نوموړی اوس شاوخوا ۳۵ کروړه ډالر سرمایه لري.
    کروړ په کومه ژبه او څوته وایی ؟

  3. Hello,
    I think (Crorre )= to 10Millions and used in old British India & pokistain yet!.
    Even Pashtun leaders say to pok. media 🙁 Pashtane 4 krorra pa pakistain kshe aw 2 Crrorra pa Afghan Watan ke oosegy!!)
    Tashakkur.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب