جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+آی پي اېل: نن ماښام  پنجاب له چينای سره لوبېږي

آی پي اېل: نن ماښام  پنجاب له چينای سره لوبېږي

تاند ( جمعه، د حمل ۲۷) د هند په سوداګریزو سیالیو کې نن ماښام د پنجاب کېنګز او چيناى سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

دا د روانو لوبو اتمه لوبه ده .

چيناى سوپر کېنګز لومړۍ لوبه کې له ډهلي کاپيټلز لوبډلې د ٧ ويکټو په توپير ماتې خوړلې.

خو پنجاب کېنګز بيا خپله لومړۍ لوبه د راجستان رايلز لوبډلې سره ترسره کړه او د ٤ منډو په توپير يې په دغه لوبه کې بريا خپله کړه.

په یاد لیګ کې اوومه لوبه د ډهلي کاپيټالز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې راجستان په کې بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې ډهلي راجستان ته د ۱۴۸ منډه هدف ورکړی وو.

د لوبې په وروستیو شېبو کې داسې ښکارېده چې دهلي به لوبه ګټي خو د کریس موریس وروستیو دوو شپږیزو راجستان ته بریا ور په برخه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...