پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو د ورځې ۴ ساعته بندیز ولګېده

پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو د ورځې ۴ ساعته بندیز ولګېده

تاند ( جمعه، د حمل ۲۷)  په پاکستان کې بندې شوې ټولنیزې رسنۍ بېرته فعالې شوې او اوس په خپل حالت کې دي.

د دې رسنیو کاروونکي وایي، له ۳ بجو راهیسې ټولنیزو رسنیو فعالیت پيل کړی او کومه ستونزه نه لري.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې په دغه هېواد کې به ټولنيزې رسنۍ د ورځې له ١١ بجو څخه ر ٣ بجو پورې بندې وي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د رسنيو د څار ادارې (پي ټي اې) پرېکړه کړې ده، چې په پاکستان کې به ټولې ټولنيزې رسنۍ د ورځې د څو ساعتونو لپاره بندې وي.

په راپورونو کې ويل شوي، چې هغه ټولنيزې رسنۍ يا اپليکېشنونه چې بندېږي، په هغې کې ټويټر، فېسبوک، انسټاګرام ټېلېګرام یوټیوب او وټس اپ شامل دي.

په راپور کې زياته شوې ده، چې د دې اعلان سره سم فېسبوک، وټس اپ، انسټاګرام او ټويټر په پاکستان کې بند شوي دي او هېڅوک ورته لاسرسى نه شي لرلى.

پاکستاني رسنیو دا نه دي ویلي چې د پاکستان حکومت ولې دا پرېکړه کړې ده او د څه لپاره يوازې د ١١ بجو څخه تر ٣ بجو پورې ټولنيزې رسنۍ بندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...