سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهله ننګرهار وروسته کندهار ته د ښوونکو ۳۸۰۰ بستونه منظور شول

له ننګرهار وروسته کندهار ته د ښوونکو ۳۸۰۰ بستونه منظور شول

تاند ( جمعه، د حمل ۲۷)  د جمهوري ریاست د چارو ادارې رئیس فضل محمود فضلي وايي ، چې د کندهار د خلکو له غوښتنې سره سم یې نن له ولسمشر څخه د کندهار معارف لپاره د ۳۸۰۰ ښوونکو د نويو بستونو منظوري ترلاسه کړه.

فضلي زیاتوي، چې ولسمشر به ډېر ژر کندهار ته په خپل سفر کې د نورو ژمنو د تحقق تر څنګ، د ښوونکو د بستونو دغه زیاتوالی د دغه ولايت ولس ته اعلان کړي.

ولسمشر دغه راز له دې وړاندې ننګرهار ولایت ته هم د ښوونکو ۴۰۰۰ بستونه منظور کړي وو.

چارواکو که څه هم ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به د ننګرهار ۴۰۰۰ نوي بستونه اعلان ته وسپاري او د ازادې سیالۍ له لارې به ورته نوي ښوونکي په دنده وګماري خو دا چې له منظورۍ یې شاوخوا یوه میاشت تېرېږي لاهم بستونه پرځای او اعلان ته نه دي ورکړل شوي.

عام خلک له چارواکو غوښتنه کوي، چې ژر پر یادو بستونو وړ کسان وګماري.

دوی وایي په دې سره به له یوه اړخه د ښوونکو د کمښت ستونزه کمه شي او له بلې به د بېکارۍ کچه راټیټه شي.

ننګرهار کې د نظر خاوندان هم د دې بستونو پر ژر اعلان ټینګار کوي.

دوی وايي داسې نه چې یو ځل بیا دا بستونه همداسې ورک شي او هیڅ حقدار په کې په دنده ونه ګمارل شي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې اوسمهال په دې ولایت کې یو میلیون زده کوونکي په ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي، چې د ۱۴ زره ښوونکو له لوري ورته تدریس ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب