شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ښاغلي عبدالباري جهاني ته پرانیستی لیک

ښاغلي عبدالباري جهاني ته پرانیستی لیک

 محمد سميع صاىق
سلامونه مي ومنئ قدرمن استاذه!
هر انسان دا حق لري چي د ادب په چوکاټ او استدلال په دایره کي خپل نظر په یو بحث کي مطرح کړي نو د بیان د آزادۍ په افادې سره زه هم غواړم چي ستاسو پر لاندني شعر باندي خپل مختصر نظر څرګند کړم.
ما درته ویلي وه چي کډه رقیبان به سي
خپل به مو وطن وي او خپلواک افغانستان به سي
چاچي نه منلې د خیبر او د میوند کیسې
نن به له دې خاوري مات هډونه ځي روان به سي
رابه سي موسی د کوه طور له معجزو سره
نیل به توپاني سي ډوب د مصر فرعونان به سي
وا به چوي ډار او زلزلې په پالنګونو کي
باد به سي، باران به سي، ژلۍ به سي، توپان به سي
ختمي به تیارې له کندهاره تر اټکه سي
بخت به مو راویښ سي را پخلا بوډی اسمان به سي
نن دي د ازل کاتب تاریخ له سره ولیکي
مېنه د میرویس به سي دوران د اکبرخان به سي
بیا به د ګودر له مازیګره وطن ښکلی سي
ټیک به سي، امېل به سي، پایل به سي، پېزوان به سي
نن که پسرلي که اخترونه راځي رادي سي
ړنګي هدیرې به سي دا وران کلي ودان به سي
ما « د پردي کټ تر نیمو شپو» خبر ورکړی وو
تېښته یې بادار کوي مختوري غلامان به سي
ځي به له وطنه چي پردیو راوستلي وه
څوک چي فرنګي بابا ته ناست وه یتمیان به سي
اوس به د دې خاوري د مالک پته هم ولګي
مځکه د بابا چي یې بلله وارثان به سي
.
جهاني صاحب!
 دا پورتنی شعر مو د لوستو ځوانانو او عام اولس د پراخ غبرګون سره مخ سو. دا زموږ د ځوان کهول د ویښتیا او فکري انکشاف هیله بښونکې نښه ده.
د شاعر په صفت ستاسو غوندي یو وتلی فرهنګي شخصیت په ادب کي د کره کتني له هنر سره مسلکي بلدتیا او بوختیا لري چي له دغه فن څخه مو خپله هم د ډېرو شاعرانو د کلامونو محاسبه کړې ده. همدارنګه ستاسو په شان د پښتو يو نوموتی لیکوال د نورو پر لیکنو باندي د انتقاد یا تنقید له ابزاره هم بې خبره نه وي ځکه چي موږ ستاسو انتقادي لیکني پر افغان دولت، سیاسي اشخاصو، نهضتونو، او نورو بېلا بېلو متنازعو موضاعاتو باندي متواتر لولو نو څرنګه چي ستاسو د لیکوالۍ یو اړخ د نقد او انتقاد سره اړه لري، خپل پر وړاندي هم باید په دریا دلي سره د سالم انتقاد هرکلی وکړئ او شاید چي خپل پر دريځ تجدید نظر وکړئ ځکه چي تاسي هم زموږ په څېر بني آدم یاست او دا کېدای نه سي چي لید لوری مو خارق العاده وي.
پرېږدئ چي د جهاني نظر هم زموږ د ځوان نسل د تفکر په لابراتوار کي وسپړل سي، وڅېړل سي او تجزیه سي او د اهل بصارت، بصیرت او عقل تر آزمایښتونو تېر سي، که ئې نظریه سالمه وخته نو په کار ده چي د خپلو ارواحو خوراک ئې وګرځوو اما که چیري مضره ثابت سوه باید چي فکري او عقیدوي مخالفت ئې وسي تر څو داسي جدال آمېزه نظریه په ټولنه کي سرایت و نه کړي.
ښاغلې جهاني!
اوسنی عصر د محقیقینو دور دئ. هره خبره د تحقیق په میزان تلل کېږي تر څو وکولای سي د غوره وینا و مقام ته ورسېږي. دا ځوانان به پرېږدو چي خبري مو غلبېل کړي چي آیا تر هغو ملغلري را تویېږي او که صرف دوړه ترې پورته کېږي.
ګرانه مشره!
ځیني وايي ستاسو د شعر تعبیر به ښايي د کوم صوفي د کرامت غوندي کوم بل عرفاني رنګ ولري چي درک ئې زموږ د معیوب عقل د فهم په حدودو کي نه راځي.
 خو که دا شعر په ساده ټکو د وخت و فرمانروا ته پېغور، فرماندارۍ ته تکبر، د سرتېرو او ښاریانو سرښندونو ته تحقیر نه وای بلکه واقعا هم یو عرفاني نظم وای نو لامل ئې څه وو چي په بېړه ستاسو د فېسبوک له پاڼي څخه ړنګ کړل سو؟
او که په ریشتیا هم په استعاره او تشبیه یا په طنز او کنایه کي مو و مخاطبینو ته دا طعنه او مسخره وه نو بیا سوال دا دئ چي آیا په داسي حساسو شرایطو کي اړینه وه چي دا کرښي مو خپرې سوي وای؟
استا‌ذ محترم!
د ډېرونورو په څېر زما د حېرت انتها هم دغه ده چي په یو «غلام» یا مجبور دولت کي ستاسو په ډول د یو مختار او آزاد انسان ګډون څه توجیه لرلای سی؟ عمل او شعر مو د ضد و نقیض تر پارادوکس یا ملامتیا لاندي نه راځي؟
جهاني صاحب!
نه بیا باچا خان راځي، نه موسی، نه هم بېرته اکبر خان راځي. د سمبولیزم او رومانتیسیزم له نړئ څخه به راسو ریالیزم ته. اوس چي په وطن کي یو و نیمي ککرۍ را پاته دي همدوی مو سرمایه ده، خپل له شخصي عقدو ئې مه قرباني کوئ، ملا ئې ور وتړئ او حمایه ئې کړئ. بس کړئ دا د قدماوو قصې، هغوی نړۍ ته راغلل، خپله وظیفه ئې سر ته ورسول، خپل د برخي کار ئې وکړ، خپل ایماني او وجداني مسولیت ئې ادا کړ او بېرته ولاړل. نني او وطني شرایط د اکبر، موسی او باچا تر دور او پېر ډېر توپیر لري.

 دروند استاذه! که ستاسو په اند د دې تحریر محتوا مو منظقي ده نو آيا همدغه ستاسو مذکوره زړې او ازمویل سوي نسخې زموږ ناروغ او ټپي هېواد رغولای سي؟ او که همدغه سیروم چي اوس ورته چالانه دئ، په همدې کڅوړه کي عصري او اغېزناکه دارو پکښي پیچکاري کوو تر څو وطن پر پښو دروو؟

5 COMMENTS

  1. ما «د پردي کټ تر نیمو شپو» خبر ورکړی وو
    تېښته یې بادار کوي مختوري غلامان به سي
    ځي به له وطنه چي پردیو راوستلي وه
    څوک چي فرنګي بابا ته ناست وه یتمیان به سي

    اوس نو که چا دحق خبره و کړه خامخا به تر بلوسې لاندي کیږي، په یوه یا بله بهانه به ور باندي لیکني کیږي.

    په دې پورته بیتونو کې بدې څه ده، عقده پکښي چیري ده، آیا رشتیا یې نه بولئ، لاهم شک کوئ؟؟؟!!!

    جهاني صاحب به خپل ځواب وايي، خو زه فکر کوم چې خپل ښایسته او تاریخي غزل یې د فیسبوک له پاڼي پر دې لري نه کړ، چې ګویا خطا وتی و یا وډار شو!

    بلکې لدې یې لري کړ چې بې ننګو، به فرهنګو، مزدورو، پرديپالو ټامیانو او چوکرانو یې له پنځه سوه مزدخورو بیسبوکي خیطانو سره یوځای د ناموس ښکنځل ورته ولیکلې. دغه له غربه را پراشوت شوي، ځیني بې عقدې او بې پردې په هیڅ نه دي بند.
    لکه لیوني سپي خوله در اچوي داړي دې. دا هم د لویو او وړو ټامیانو یوه لاسته راوړنه ده چې افغان دروند فرهنګ یې تر پښو لاندي کړ او له ځوانانو څخه یې د فیسبوک په دهلیزونو کې زباني فاحشې جوړي کړي!

    یر غل یرغل دی، هیڅ ډول بهانه او پوښ نه ور سره جوړیږي. یوازي بې ننګه او بې ضمیره یې تاییدولای شي!

    پردې اوس ټوله نړۍ پوهیږي چې امریکا او ملګري یې په خوښه نه بلکې په زور بې قید و شرطه له افغانستانه کډي باروي، او د ټامیانو او پردي پالو څخه یې خوبونه تښتولي دي. چې ښکنځل و نه کړي، نو څه و کړي؟

  2. محمود خانه،
    لږ خو دې خوله ډې بلې لور ته هم واړوه. په طالب هم يو څه وشینده. هغوی خو هم د چا په سر ګل نه دې وهلی. که افغان دولت د نورو مزدوران دي نو طالب د مزدور مزدور دئ. ټولې دنیا ته معلومه ده چی طالب د پاکستان له اجازې پرته په قران که خوله هم خلاصولی وشي. را به شو د زور او قوت خبرې ته. طالب پخوا د پاکستاني پوځ او ای اس ای په مستقیمه مرسته د افغانستان زیاتې برخې لاندې کړې وې، خو اوس هغه وخت تېر دئ. پخوا اکثره ولایتونه ددې لپاره طالبانو ونيول چې خلکو فکر کاوه دوی به پخوانی پاچا بېرته قدرت ته راوړي. خو اوس ملایانو د ږېرې او پګړې ماهیت هم خلکو ته څرګند شوی او خلک پوهېږي چې دوی د پاکستاني پوځ غلامان او دلالان دی. دنیا پوهېږي چې امریکا بې له قیده وشرطه نه وځې، او افغانان هم پوهېږي چې خبره چېرې ده. دا ډنډورې مو کوم بل ځای ووهې په افغانستان کې نه چلېږي. که ستاسو په خبره امریکا له دومره قوت سره دلته مات شو، او داهېواد نور ساتلی نشي، نو د امریکا خیرات ته ناست د پاکستان د پوځ مزدوران به یې څنګه ساتي، لږ له منطق کار واخلئ.
    وروستۍ خبره دا چې دې دنیا کې ټول پله بینان ناست دي. تر هغو چې په قدرت کې وي، تمامه ورځ ددولت په ګټه قصیدې وایې، چې له دولته لرې شول په سبا یې سیاست بدل او ددولت دشمن شي. زما خبرې جهاني صاحب ته نه ده، هغه ددې وطن بچی دی او ټول یې احترام کوي. او فکر نه کوم چې څوک د دومره بې شرمه شي چې جهاني صاحب ته کنځل وکړي. او اغیار دې دا جرعت هم نه کوي چې جهاني صاحب ددې شعر په پلمه د دلال طالب زولۍ ته ورډالی کړي. ولې د بیان آزادی په چوکاټ کې هر څوک خپل نظر لیکلئ شي.

  3. وحید
    که چیری جهانی صیب امریکی کی نه وای او ګران افغانستان کی اوسیدای اوس به یی ځوانانو د پښو خاوری په سترګو کولی، خو مشکل دا دی چی ده له امریکی څخه د طالبانو لوری نیولی(په ښکاره یی ندی نیولی، خو طالب فکر داسی تحریکات کوی چی ګواکی یوشمیر زړه سواندی لری)، نو بهتره ده هر څوک اوسنیو شرایطو کی قاطع دریځ ولرو، نه مذبذب دریځ کله یو لور کله بل لور او پټ پټانی. د افغانستان د جنګونو د دوامداره کیدو یو علت همدا دی چی قاطع دریځونه پکی نه نیول کیږی، نن تڼی وزیر دفاع ده سبا د خکمتیار څنګ کی دی، نن حکمتیار د بابامزاری سکه ورور دی او ایران یی دوست دی بل سبا ټول مجوسیان بولی پر ضد یی غږیږی، نن دوستم جنابتکار دی سبا مرستیال او مارشال دی دا څه حال دی.
    جهانی صیب له امریکی څخه دلته وزیر شو اوس د شعر په لفافه کی داسی ګونګ تشبیهات لیکی لکه هلمندی ځوانانو سره یی چې شل کاله جهاد کی تیر کړی وی؟؟

  4. سلامونه،
    مشر شاعر او موءرخ جهاني صاب؛ د نقد لیکوال صادق سمیع صیب،؛ او تبصره کوونکو وروڼو ته احترام!
    زما په نظر ، پورتني شعر کې هم تاريخ بیان سوی، هم پښتني،افغاني کلتور ته اشارې شوي دي ؛خو ایکاش چې په فیسبوک کې نه وای نشر سوای!. زه خو شکر باسم څې دا بلا فیسبوک نلرم!. پکار خو داده چې د بیان آزادي، انتقادونه او تبصرې د اشرف غني پلانونو غوندې۴ چوکاټ یا حدود ولري .
    تاسو ترکيې، پاکستان ا.د..ن مډیا ته وګورئ څه رقم سانسورونه لګوي په ځانګړې ډول ټولټاکنو وخت کې یا د ملي پریکړو پر مهال. او راشۍ زمونږ نیمه ډیموکراتیک ، نیمه جهاد ې مِقاومتي او نیمه … په هر څه کې له افراط او تفريطه هم پسې تیره کړېده ؛ تاسو به د سراچې او کاکتوس مصاحبې او د موبيګروپ سوء تبليغات او مخصوصاََ فارشيستاني ترمینالوژۍ اورۍ ؟ چې په دې کې هم همدغه جهاني ساب پخوانی د اطلاعاتو او فرهنګ! وزير صاحب ته خبر ورګرځي چې د غني په اوله دوره کې ېې څومره قیودات پې وضع کړل؟ او له ملي ، مورنیو ژبو نه ېې څونه دفاع وکړله ؟ آخر ېې هم استعفا ورکړه!!.
    زه هم کله کله د شعر نړۍ کې فکر ځغلوم ،مګر بیا ګورم چې آ د خوشحال بابا خبره ( چا ته ې لیکم د چا څه زده؟ په هور پورې شه دا قلم او کاغذونه …!!) ؛
    نو دا به د دري په یو متل ختم کړم : ” شو(ع)لې ته بخور ، پردې ته بکن!” مانا داچې زما په شمول ، دا څوک چې په نړۍ کې د افغان ډیاسپورا دي ؛که څه هم زړه ېې طاقت نه کوي چې نظر ور نه کړي یا شعر او نثر وليکي لاکن په عین زمان کې پر نورو ډېره کمه اغېزه لري ،نظر نوي ځوان نسل ته چې راتلونکی افغانستان به همدوی جوړوي خو په پوهو، علم او تجربو او عمل …

  5. ګران جهانی صاحب پخپله هم د حال په ژبه اعتراف کړی دی چی د غوڅ دریځ د بیان څخه بېره لری نو ځکه د ځینو وطنوالو د احتمالی منفی غبرګون څخه ځان ژغوری. دا به د مسئلې ظاهری بڼه وی خو اصلی خبره دا ده چی اکثره فرهنګی- اجتماعی – سیاسی څېرې خصوصاً ځوانان د ښاغلی جهانی صاحب غوندی اشخاصو څخه د یو رغنده دریځ او ټاکونکی خوځښت او تحرک توقع لری.
    زما په ډنګر نظر، د شعر هنر ځانته ځینی موسمی او سِنی او روحی او تمکینی محدودیتونه لری او اجتماعی خدمات الزاماً د شعر له ادرس څخه نه تر سره کیږی بلکه د وولس په ژبه او د وولس د ملی ګټو د تأمین په ډګر کی باید لستوڼی را پورته سی.
    په هره توګه
    احمد او محمود ته به د جهانی صاحب غوندی اشخاصو د ” دننی” آتش فشانونو د حرارت د کچی درک سخت وی. جهانی صاحب شاید د حکومت په لمنه کی د را غونډ سوو پښتون ضد کړیانو او اشخاصو څخه دومره سخته کرکه ولری چی د کرکی او عُقدې انفجار ئې حتی د طالب د ضمنی او نامحسوس ملاتړ بیه جګه نه بولی.
    د حکومت او نظام او په هغې کی د ځینو یا ډیرو کسانو کړنی به رشتیا هم ډیری کرکجنی او د غندنی وړ وی خو دا ټکی هم د انکار وړ نه دی چی د طالب څخه د پټ یا ښکاره ملاتړ او ددې ملاتړ د نتائجو او پایلو بیه هم ډیره جګه تمامېدای سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب