شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهسي ای اې: له افغانستانه د سرتېرو اېستل به خطرناک اقدام وي

سي ای اې: له افغانستانه د سرتېرو اېستل به خطرناک اقدام وي

تاند (پنجشنبه د حمل ۲۶) د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي ای اې د ولسمشر جو بایډن هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي.

د سي ای اې مشر ویلیم برنز د امریکا سنا ته ویلي چې له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو اېستل به ستر خطرونه رامنځ ته کړي او په وینا یې چې د بایډن عجولانه پرېکړه سیمې او امریکا ته امنیتي خطرونه جوړولی شي.

د برنز په وینا، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو اېستل به خطرناک اقدام وي او اړتیا ده چې په اړه یې فکر وشي.

له دې سره سم په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر الکساندر ویلي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو حضور نه بلکې د پاکستان نیابتي جګړه ده.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د سرتېرو شتون یا نشتون په افغانستان کې هېڅ اغېز نه لري تر هغه چې پر پاکستان د نیابتي جګړې د ختمولو لپاره فشارونه ډېر نه شي.

الکساندر پخوا هم ویلي و چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای په افغانستان کې د جګړې تر شا ده او هڅه کوي د سولې روانه پروسه ناکامه کړي.

هغه ټینګار کړی چې نړیوال باید پر پاکستان د نیابتي جګړو د پای ته رسولو او ترهګرو د ملاتړ په پار فشارونه ډېر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه اعلان کړې پرېکړه کې ویلي چې د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.

بایډن: هغه وخت راغلی، چې ځواکونه یې د تاریخ له اوږدې جګړې خپل کور ته راشي

خو د افغانستان حکومت وایي دوی د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر له پرېکړې هرکلی کوي.

د ارګ په یوه بیان کې راغلي چې ولسمشر غني د امریکايي پوځیان د ایستلو په هکله له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره خبرې کړې.

د بیان له مخې، ولسمشر غني د سرتېرو د وتلو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا لري.

بله خوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې له څو کلونو راهیسې افغان ځواکونه په یوازې ځان د خپلې خاورې دفاع کوي او په دې برخه کې به خپلو سرښندنو ته ادامه ورکوي.

د حمدالله محب په خبره، امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي او دا به له هېواد ددفاع پر پروسې هېڅ راز منفي اغېز و نه کړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې ته د افغان چارواکو غبرګونونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب