تاند (پنجشنبه د حمل ۲۶) د امریکا د دفاع وزیر وایي د افغانستان په ګډون د نړۍ په هر ګوټ کې د هر ډول احتمالي ترهګریز ګواښ پر وړاندې اقدام کولی شي.
لویډ اسټین په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده، خو دا په دې مانا نه ده چې ترهګرو ته به د فعالېدو او پرمختګ اجازه ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان په ګډون له هر هېواده چې امریکایي ځواکونه ووځي، دوی د اړتیا په صورت کې په بېړه اقدام کولی شي.
د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړې د نړۍ پر سر داسې ځای نشته چې د خطر د پیدا کېدو په صورت کې امریکا یا ملګري یې هغه ځای ته و نه شي رسېدلی او خطر دفع نه شي کړلی.
هغه ټينګار کړی چې دوی به د نړۍ په هر ګوټ کې د ترهګرو پر ضد پر وخت اقدام کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه پرېکړه کې ویلي چې د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.
د بایډن دې پرېکړې ته په غبرګون کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي ای اې ویلي چې له افغانستانه د ټولو سرتېرو ایستل به ستر خطرونه رامنځ ته کړي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې ته د افغان چارواکو غبرګونونه