Homeخبرونهروسیه: په ځنډ د سرتېرو ایستل د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه...

روسیه: په ځنډ د سرتېرو ایستل د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۲۶) د جو بایډن پر وروستۍ پرېکړه روسیې هم غبرګون ښودلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوحې له هوکړې سره سم باید امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستان وتلي وای، خو دا چې امریکایي ځواکونه به په سپټمبر کې له افغانستان وځي د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

روسي چارواکو ویلي دا چې امریکا د دوحې هوکړه نقض کړې د دې احتمال شته، چې په افغانستان کې جګړه نور هم زور واخلي.

روسیې تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې امریکایي ځواکونه دې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان ووځي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې ته د افغان چارواکو غبرګونونه

بل لورته بیا په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر الکساندر په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو حضور نه بلکې د پاکستان نیابتي جګړه ده.

هغه ویلي د سرتېرو شتون یا نشتون په افغانستان کې هېڅ اغېز نه لري تر هغه چې پر پاکستان د نیابتي جګړې د ختمولو فشارونه ډېر نه شي.

الکساندر تر دې وړاندې هم ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای په افغانستان کې د جګړې تر شا ده او هڅه کوي د سولې روانه پروسه ناکامه کړي.

هغه ټینګار کړی چې نړیوال باید پر پاکستان د نیابتي جګړو د پای ته رسولو او ترهګرو د ملاتړ په خاطر فشارونه ډېر کړي.

بایډن: هغه وخت راغلی، چې ځواکونه یې د تاریخ له اوږدې جګړې خپل کور ته راشي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...