سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهاوباما د بایډن وروستۍ پریکړه ستایلې

اوباما د بایډن وروستۍ پریکړه ستایلې

تاند(پنجشنبه، د حمل ۲۶) د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشر بایډن دا پریکړه ستایلې چې له افغانستان څخه یې د ټولو امریکایي سرتیرو د ایستلو اعلان وکړ.

اوباما ویلي بایډن زړور ګام واخیست او نور ددې وخت دی چې دا ناپایه جګړه همدلته ختمه شي.

بارک اوباما داسې مهال دا څرګندونې کوي چې جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نېټه اعلان کړه.

جوبایډن ویلي، چې اوس هغه وخت دی چې امریکايي ځواکونه (د تاریخ تر ټولو له اوږدې جګړې) خپل کور ته راشي.

بایډن ملت ته په وینا کې وویل، امریکا پر یوې داسې جګړې د خپلو منابعو لګولو ته دوام نه شي ورکولی چې نامعلومه وي او نتیجه یې بدلیدلی نه شي.

جوبایډن همداراز زیاته کړې، چې اوس د امریکا څلورم ولسمشر دی چې په افغانستان کې امریکايي پوځیان شته؛ خو نه غواړي چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو مسوولیت بل ولسمشر ته پرېږدي.

ویل کېږي چې جوبایډن له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو له اعلان وروسته د امریکایي سرتیرو ملي هدیرې (آرلینګتون) ته تللی او هلته یې لنډو خبرو کې ویلي دي چې،دوی افغانستان کې هغه هدف تر لاسه کړ چې هغو لپاره تللي وو او هغه د اسامه وژل کېدل وو.

په ورته وخت کې برېتانیا، جرمني او استرالیا هم ویلي چې له ناټو او امریکا سره به په همغږۍ خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.

ددغه هېوادونو ځینو سرچینو او ددفاع وزیرانو د بایډن د پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې دوی هم له افغانستان خپل ځواکونه وباسي خو په بېلو برخو کې به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

بلخوا طالبان وایي، د دوی غوښتنه دا ده چې د دوحې هوکړې پر بنسټ دې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې که د دوحې هوکړه عملي شي نو پاتې نورې ستونزې به هم ورسره اوارې شي او که چېرته یاده هوکړه عملي نه شي نو ستونزې به زیاتېږي او پړه به یې د هغه لوري پر غاړه وي چې هوکړه ماتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب