سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهبایډن افغان جګړه کې د وژل شویو امريکايي سرتیرو هدیرې ته تللی

بایډن افغان جګړه کې د وژل شویو امريکايي سرتیرو هدیرې ته تللی

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۲۶) د امریکا ولسمشر جو بايډن له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې له اعلان وروسته  هغې هديرې ته تللی، چې په کې افغانستانکې وژل شوي امريکايي سرتیري خښ دي.

ولسمشر بايډن هلته خبريالانو ته وویل: « چې کله یې زوی د عراق جګړې ته روان شو، هلته وپوهېده چې یوه پلار ته د جګړې په لور د زوی تګ څومره سخت دی.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې ته د افغان چارواکو غبرګونونه

هغه دغه راز د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغانستانه د ځواکونو ويستلو پرېکړه اسانه وه وویل: «نه، ما ته هر څه روښانه دي. بلکل روښانه، له هماغه پیل څخه، ښايي تاسې یې په یاد ولرئ، هېڅ وخت مې فکر نه دی کړی چې ګنې موږ دې د افغانستان متحد کولو لپاره هلته یو. افغانستان کله هم متحد نه وه؛ کله هم».

دا په داسې حال کې ده، چې د بايډن زوی عراق کې په ۲۰۰۸/۲۰۰۹ کلونو کې له دندې ترسره کولو وروسته د مغزي سرطان له امله ومړ.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بايډن له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د اېستلو پرېکړه اعلان کړه.

بايډن وايي:« د القاعدې مشر لس کاله وړاندې ووژل شو او وخت د دې راغلی چې خپل سرتېري بېرته امریکا ته راستانه شي.»

هغه وویل چې د امريکايي ځواکونو وتل د مې مياشتې په لومړۍ نېټې پيليږي او د سپټمبر ۱۱مې نېټې پورې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

بايډن ټينګار وکړ چې د سرتېرو له اېستلو وروسته به هم افغانستان سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوي.

له دې سره هم مهاله د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرک اعلان وکړ، چې د متحدينو د پرېکړې له مخې، د غوڅ ملاتړ ماموریت د ټولو سرتېرو وتل د مې مياشتې په لومړۍ نېټې پيليږي.

هغه وایي، د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او يوازې افغانان کولای شي خپل هېواد ته سوله راولي.

سټولټنبرګ زياتوي افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل له افغانستان سره د اړیکو پای ته رسېدو په مانا نه ده او ناټو به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب