سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+آي پي اېل: نن ماښام راجستان د ډیلي پر وړاندې لوبېږي

آي پي اېل: نن ماښام راجستان د ډیلي پر وړاندې لوبېږي

( پنج شنبه، د حمل ۲۶) د هند د سوداګریزو لوبو په ۷ مه لوبه کې نن ماښام راجستان رایلز لوبډله د ډیلي کپټالز لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

له دې وړاندې په ٦مه لوبه حیدر آباد له بنګلور څخه په ډېر کم توپير ماتې وخوړه.

حیدر آباد لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې بنګلور ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې.

ميکسويل ٥٩ او کوهلي ٣٣ منډې وکړې.

د سنرايزرز حېدراباد لپاره بیا جېسن هولډر ٣ او راشد خان ٢ لوبغاړي وسوځول.

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٣ منډې وکړې او د ٦ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

ډيويډ وارنر ٥٤، منيش پانډى ٣٨ او راشد خان بيا په ٩ توپونو ١٧ منډې وکړې.

د بنګلور له لوري شهباز احمد ٣، هرشل پټيل او محمد سراج ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې رايل چېلنجرز بنګلور تر دې دمه دوه لوبې ګټلي او حیدر آباد بیا دوه بایللې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب