سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاد عمر خوړلو کسانو لپاره کوم خواړه ګټور دي

د عمر خوړلو کسانو لپاره کوم خواړه ګټور دي

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۶ ) طب پوهان وایي، هر هغه څوک چې په ورځني ژوند کې سالم او د خاصو ویټامینو لروونکي خواړه عادت وګرځوي هغه به د جسم له پلوه تر ټولو قوي او زر نه زړېدونکی کس وي.

ویلای شو ښه او مناسب خواړه د هر عمر لرونکو اشخاصو ته اړین وي، خو د منځني او د ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره بیا بېخي اړین ګڼل کېږي.

د پوهانو په باور د خپل ځان د ښه او صحت مند ساتلو لپاره ښه خواړه کلیدي رول لوبوي.

د خوراکي توکو د مخکینیو عادتونو پرېښودل، خوراکي توکي بدلول او د فکر کولو او احساسولو په ډول کې د بدلون په راوستلو کې باید ځنډ رانه شي.

دا ځکه چې ښه خواړه دفاعي سیستم ‎ پیاوړی کوي، د رامنځته کېدونکو ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي، وزن کموي، د زړه ناروغۍ، فلج، لوړ فشار، شکر، د هډوکو کمزوري او د سرطاني ناروغیو خطر کموي.

طب پوهان دا هم وایي چې ښه خواړه د صحت مند اوسېدلو ترڅنګ د عمر په ډېرېدو کې هم مرسته کوي.

دوی زیاتوي، هغه کسان چې د اومېګا ټري فیټي اسید درلودونکي خواړه خوري؛ لکه سابه، مېوې او د ماهیانو غوښه، نو د تمرکز د ښه والي لامل یې کېږي او د الزایمر یعنې د حافظې د ناروغیو خطر یې کمېږي.

د پوهانو په وینا، د ښو خوړو په سبب انسان ډېره انرژي لاسته راوړي او تر ډېره تازه پاتې کېږي، چې بیا یې طبیعت هم ښه وي، په ځان به باور هم لري او خپل ځان به ښه او خوشحاله احساسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب