لیکوال: محمد محق
ژباړونکی: ډاکتر محب زغم
د نوي درک د حاصلولو لپاره د فکري لټون پر لاره ګام اېښودل، داسې کار دی چې د بشر په تاریخ کې لږو کسانو ورته زړه ښه کړی دی. د دې کار لپاره، تر ټولو مخکې د هغې خونې دېوالونه باید ړنګ شي چې میراثي مفکورو جوړه کړې ده او پر اکثرو تقلیدي او تلقیني فکرونو شک وشي. میراثي فکرونه خامخا دیني فکرونه نه دي، بلکې لمن یې پراخه ده او د تاریخ، طبیعت، قوم، قبیله او ډېرو نورو شیانو په اړه د انسان باورونه رانغاړي. څوک چې پر دې لاره قدم ږدي د هغه مسافر په شان دی چې له خپل کور څخه د تل لپاره کډه وړي، خو په هېڅ ځای کې بل کور هم نه لري. کېدای شي هغه هره ورځ نوي منزل ته ورسېږي او لږه شېبه په کې دمه شي خو په هېڅ ځای کې به یې کور نه وي. هغه په هر منزل کې تم کېږي، شا و خوا ته ګوري او کېدای شي ځینې منظرې یې خوښې شي، خو پوهېږي چې هلته پاتې کېدل په دې معنا نه دي چې ګواکې له پلټنې او لټونه څخه به لاس اخلي.
دا سمه ده چې ټول د عمر تر پایه پورې دا لاره نه وهي او ځینې پلټونکي ستړي کېږي او په یوه منزل کې دېره کېږي او هغه سودا چې په دې سفر کې یې له ځانه سره راوړې ده، وړاندې کوي او ان دوکان لګوي او سوداګرۍ ته مخه کوي. هغوی داسې نیمچه متفکران دي چې د لارې تر پایه پورې د تلو توان یې نه درلود، ځکه چې د لټون او پلټنې لاره بې پایه لاره ده او آخري منزل یې د پلټونکي مرګ دی. ښايي همدا وجه به وه چې ځینو مفسرانو د قرآن په یوه آیت کې یقین ته رسېدل، مرګ ګڼلی دی: “و اعبد ربک حتی یأتیک الیقین” او د خپل پالونکي عبادت تر هغې پورې وغځوه چې تا ته یقین/ مرګ ورسېږي. (۳)
په هره توګه، که څوک د لارې په نیمايي کې تم شي او که څوک د لارې وهل وغځوي، دواړه تر هغو کسانو نوي څه لري چې له لومړنیو خونو څخه راوتلي نه دي. څومره چې دغه لارویان لا ډېر نوي شیان ولري، هماغومره سرلاريتوب ورسره ښه جوړېږي او د نورو سرلارو په منځ کې یې مقام لا لوړېږي.
څوک چې داسې تجربه نه لري، نه خو د دې لارې په ستونزو پوهېږي او نه د سرلارو د نقش اهمیت ورمعلومېږي. د مولانا خبره: “در نيابد حال پخته هيچ خام” هېڅ خام به د پاخه له حاله نه شي خبر. د فکر او لټون په لاره کې پخېدل، په دې معنا نه دي چې پوخ سړی به له تېروتنو او خطا خوندي وي، ځکه چې د حقایقو په کشفولو کې د بشر توان محدود دی او هغه چارې چې باید کشف شي، نا محدود دي. د بشر د فهم د محدودیت په اړه لویو متفکرانو لیکنې کړې دي او تکرار ته یې اړتیا نشته. (۴) د بشر د فهم پر محدودیت سربېره، دا خبره هم ښکاره ده چې انسانان یوازې له تفکر او تعقل سره سر و کار نه لري، بلکې د انسان خټه د وجود خټه دومره پېچلې ده چې په ژوند کې یې یوازې یو عنصر، مثلاً یوازې فکر، اساسي عامل نه شو ګڼلی، سره له دې چې مولانا ویلي دي: “ای برادر تو همان اندیشه ای”. اې وروره! ته ټول هماغه فکر یې. خو دا خبره یې د ټینګار لپاره کړې ده، نه د دې لپاره چې نور عاملونه رد کړي. واقعیت دا دی چې اروايي، عاطفي، ارادي، ان جنیټیک عاملونه د انسانانو د شخصیت په ترکیب کې له عقلاني ځواک سره هممهاله فعالیت کوي او دا ټول عاملونه د هغوی په لید، تحلیل، او تصمیم کې اغېزناک وي. نو دا طبیعي ده چې نا معصومه سرلاري دې خطا وکړي او د هغوی پر مفکورو نیوکه وشي، خو د هغوی تېروتنې د پلتڼې ارزښت یې نه کموي او د هغوی د اغېزناکه نقش اهمیت نه ختموي.
د نورو هغو هېوادونو په پرتله چې سواد او تعلیم په کې عام دي، په افغانستان کې د فکري او فرهنګي سرلارو اهمیت دو وارې زیات دی، ځکه چې لږ کسان پوهې ته مخه کوي. سره له دې چې په وروستیو کلونو دا وضعیت لږ لږ بدل شوی دی او نسبتاً زیات کسان تعلیم ته مخه کوي خو په دې کسانو کې لږ یې لا لوړې زدهکړې ته زړه ښه کوي او د هغوی په منځ کې بیا خورا لږ کسان په مختلفو حوزو کې په څېړنې او مطالعې لاس پورې کوي او غواړي چې د لویو پوښتنو په ځواب پسې راوځي چې د خپلې ټولنې ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي. په تېرو لسیزو کې داسې کسان خورا لږ وو. دا خورا لږ کسان چې هماغه سرلاري دي، یوازیني کسان دي چې د ستونزو ژورو ته یې پام کېږي او د وضعیت لوی تصویر لیدلی شي او د سیاست، اقتصاد، دین، فرهنګ، هنر، او تاریخ رابطه لیدلی شي، او د دې لوی کُلیت زیان منونکي ځایونه پیدا کولی او بیا یې د علاج لاره موندلی شي.
که ټولنه خپل سرلاري په کافی اندازه درک کړي، د هغوی فکري هڅې ستايي، ورسره رغنده خبرې اترې کوي او د یو بل په مرسته د وضعیت د بدلولو لاره پیدا کوي. داسې تجربې په مختلفو هېوادونو کې شوې دي. خو که ټولنه داسې درک ونه لري، خپل هر هغه بچي ته چې د کلیشهيي او متعارفو چوکاټونو څخه یې پښه اړولې وي، د ګواښ او خطر په سترګه ګوري او مخکې تر دې چې د ټولنې دښمنان یې د ختمولو هڅه وکړي، دوی پخپله د خپلو بچیو قبرونه کیندي او ژوندي یې ښخوي. داسې ټولنې د خپلو عادتونو او دودونو نقدول نه زغمي او په دې نه پوهېږي چې د مصیبتونو یوه برخه یې له همدغو دودونو او عادتونو راولاړېږي. دوی سرلاري ځکه ورانوونکي او د جوړښتونو ماتوونکي ګڼي چې سرلاري هر څه ته په انتقادي نظر ګوري او ښه او بد یې سره بېلوي. دوی ته د سرلارو مجازات د خطر دفع کول ښکاري.