سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهناټو هم په می میاشت کې له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو...

ناټو هم په می میاشت کې له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو لړۍ پیلوي

تاند (  پنجشنبه، د حمل ۲۶ )  د ناټو غړي هېوادونه وایي، د راتلونکې می میاشتې له لومړۍ نېټې به له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لړۍ پیلوي.

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د پوځیانو د اېستلو نېټه اعلان کړه ورسره هم مهاله د ناټو سازمان هم د خپلو سرتېره د اېستلو پرېکړه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات وایي چې ټول امریکایي پوځیان به د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه وباسي.

ناټو سازمان د چهارشنبې په ورځ ناوخته د خپلو غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو د وزیرانو له ګډې غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې د پوځیانو د وتلو پرېکړه اعلان کړه.

د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان روانه ستونزه پوځي حل نه لري خو وایي د امنیت ټینګولو او د تېرو شلو کالو لاسته راوړنو خوندي کولو په چاره کې به له افغانستان او خلکو سره یې ولاړ اوسي، او د پوځیانو ایستل له افغانستان سره د اړیکې پرې کولو معنا نه لري.

د ناټو سازمان وایي، دوی د افغانانو په مشري د سولې د خبرو او په دې لړ کې د استانبول د کنفرانس هرکلی کوي، خو پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې د سولې بهیر په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي.

اعلامیه کې راغلي چې د پوځیانو د ایستلو چاره به په منظمه توګه او په همغږۍ سره راتلونکو څو میاشتو کې ترسره کېږي، او که چېرته طالبان دې موده کې پر ناټو ځواکونو برید وکړي نو ځواکمن ځواب به ورکول کېږي.

د ناټو اعلامیه افغانستان کې پر یوه داسې سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي چې تاوتریخوالی ورسره ختم شي، د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او لږکیو بشري حقونه خوندي شي، قانون پکې برلاسی وي او دا تضمین وکړي چې افغانستان به بیا هېڅ کله هم د ترهګرو پټنځای نه کېږي.

ناټو د هغو ټولو کسانو مننه کړې چې په تېرو شلو کالو کې یې په افغانستان کې د دې سازمان په ماموریت کې دنده ترسره کړې، او دې لړ کې د وژل شویو کسانو د قربانیو درناوی یې کړی دی.

د معلوماتو له مخې، ناټو دا مهال افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځیان لري، چې لویه برخه یې امریکایان دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو هم د امریکا د ولسمشر د پرېکړې درناوی کړی او ویلي یې دي چې افغان پوځیانو اوس د بهرنیو ځواکونو له شتون پرته هم د هېواد ساتنې وړتیاوې پیدا کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب