سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپولیسو کابل کې یو طالب وژلی او بل یې ژوندی نیولی

پولیسو کابل کې یو طالب وژلی او بل یې ژوندی نیولی

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۲) د کابل ښار په زړه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو تېر ماښام د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د سنا مجلس د دارالانشا پر یوه موټر برید کاوه چې د پولیسو له غبرګون سره مخ شوی دی او د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده.

د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې په نښته کې یو وسله وال طالب وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.

د وسله والو طالبانو په برید کې هم یو موټر چلوونکی وژل شوی او یو امنیتي کس ټپي دی.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي چې پېښه د قلعه کاشف په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.

په وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي بریدونه ډېر شوي چې حکومت یې د طالبانو کار بولي خو دغه ډله یې مسوولیت نه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب