سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمصالحې شورا؛ نن هم د سولې د طرحو په غورچاڼ کار کوي

مصالحې شورا؛ نن هم د سولې د طرحو په غورچاڼ کار کوي

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۲) د ملي مصالحې عالي شورا وایي نن هم د سولې طرحې پر توحید کار کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ یې د طرحې پر توحید کار کړی دی خو دغه طرحه لا نه ده نهايي شوې او نن یکشنبه به هم د وړاندیز شوو طرحو له منځه د یوې واحدې طرحې پر رامنځ ته کولو کار کوي.

ملي مصالحې عالي شورا داسې مهال دغه خبره کوي چې خلیلزاد د ترکیې په ناسته کې له افغان حکومت د یوې واحدې طرحې د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

د خلیلزاد په وینا نړیوال تمه لري چې افغان حکومت له یوې واحدې طرحې سره په دې غونډه کې ګډون وکړي.

افغان حکومت هم وایي چې دوی به له یوه واحد دريځ د ترکیې د سولې په کنفرانس کې دفاع کوي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه لري.

د نوموړې په خبره که امریکایي ځواکونه په بېړه او اوسني وضعیت کې له افغانستان وځي نو پایله به یې سوله نه وي، بلکې یوه بله جګړه به وي او ټولې تېرې لاس ته راوړنې به له منځه یوسي.

نوموړې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه ښودلې او وایي نړیواله ټولنه باید د افغان سولې او روان وضعیت په اړه هر ګام په پوره دقت پورته کړي او دغه هېواد دې بېرته د جګړو په ډګر نه بدلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب