Home+پاکستان په لومړۍ شل اوره لوبه کې سویلي افریقا مات کړ

پاکستان په لومړۍ شل اوره لوبه کې سویلي افریقا مات کړ

تاند ( یک شنبه، د حمل ۲۲) پاکستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتي ورکړه.

دغه لوبه چې د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې ترسره شوه.

سویلي افریقا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افریقا په ټاکلو شلو اورونو کې  د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

ایډن مارکرم ۵۱ منډې او لوبډلمشر هینرک کلاسن پنځوس جوړې کړې.

پاکستانۍ لوبډلې یاد هدف  د شپږو لوبغاړو په سوځیدو په وروستي اور کې ترلاسه او سویلي افریقا ته یې په لومړۍ لوبه کې ماتي ورکړه.

محمد رضوان ۷۴ ناسوځیدلې، فهیم اشرف ۳۰ او فخر زمان بیا ۲۷ منډې جوړې کړې.

د سویلي له لورې په توپ اچونه کې هیندریکس ۳، تبریز شمس ۲ او ویلیمس ۱ پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....